Language

غزني ښار (پژواک ۲۸ مرغومی ۹۲): په غزني ولايت کې د يوې غونډې پر مهال له خلکو وغوښتل شول، چې د سولې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

د “رايه د سولې لپاره” تر نامه لاندې په جوړه شوې دې غونډه کې، چې د “مختګ” په نامه د يوې غير دولتي ادارې له خوا جوړه شوې وه، د دې ادارې مشر او د وردګو پخواني والي محمد حليم فدايي، د غزني والي موسى خان اکبرزاده، د دې ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دفتر مشر، قومي مشرانو او امنيتي مسوولينو برخه اخيستې وه.

محمد حليم فدايي د غزني له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د سولې لپاره برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((دا د هر چا حق دى چې خپله رايه داسې کانديد ته وکاروي، چې په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.))

نوموړي د ټاکنو د عامه پوهاوي په وړاندې د رسنيو رول  هم ګټور وباله او له رسنيو يې وغوښتل، چې د لرې پرتو سيمو خلکو ته دې د خپلو رسنيو له لارې د ټاکڼو په اړه داسې پروګرامونه جوړ کړي، چې خلک د ټاکنو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي.

فدايي د غزني له چارواکو هم وغوښتل، چې د ټاکنو په ورځ دې د خلکو امنيت وساتي، څو دوی په دغه ورځ په ارامه فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم راتلونکو ټولټاکنو ته هيله وښوده او زياته يې کړه، چې دوی به هڅه وکړي، څو داسې شرايط برابر کړي چې خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه: ((د داسې پرګرامونو جوړول، کولای شي چې د ټاکنو په وړاندې د خلکو عامه پوهاوی زيات کړي او په ښه توګه په ازاده فضا کې خپله رايه وکاروي.))

والي د غزني له خلکو وغوښتل، چې له دولتي ځواکونو سره دې د امنيت په راوستلو کې مرسته وکړي.

د غزني ښار يوه قومي مشر فکرت بيا له ناامنيو شکايت وکړ او ويې ويل، چې په ښار کې نسبي امنيت شته، خو په ولسواليو کې امنيتي حالت ډېر خراب دى.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې يواځې دې د ټاکنو لپاره امنيت نه ساتي، بلکې په دې ولايت کې دې د تلپاتي امنيت لپاره کار وکړي.

د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونکى او د غونډې ګډونوال حاجي محمد رحيم وايي، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت خراب دى او فکر نه کوي، چې خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه، که چېرې خلکو رايې وکارولې، نو د طالبانو له خوا به يې ګوتې پرې شي.

محمد رحيم وايي، د لرو پرتو ولسواليو خلک د ټاکڼو د عامه پوهاوي په اړه هېڅ معلومات نه لري او په دې هم نه پوهېږي، چې رايه څه ډول کارول کېږي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Related Topics