Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل وروستى بريد په نړيواله کچه وغندل شو

واشنګتن-کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): په کابل ښار کې د لبنانيانو پر يوه هوټل د تېرې شپې بريد په پراخه کچه وغندل شو.

تېره شپه اوه بجې او شل دقيقې دريو بريدګرو د کابل د وزير اکبر خان په څوارلسم سړک کې د “لبنيز” په نوم پر يوه هوټل ډله ييز بريد وکړ، چې د وروستيو راپورونو له مخې په کې ٢١ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

په وژل شوو کې د ملګرو ملتونو څلور بهرني کار کوونکي، په افغانستان کې د پيسو د نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) د افغانستان مشر، دوه کاناډايي، يو برېتانوى او يو لبنانى وګړي له يو شمېر افغانانو سره وژل شوي دي.

د امريکا، ملګرو ملتونو، د امنيت شورا په ګډون نړيوالې ټولنې په پراخه کچه ياد بريد په کلکو ټکو غندلى او دا يې د انسانيت پر خلاف کړنه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا يو ترهګريز بريد ياد کړى او غوښتنه يې کړې چې د دغه بريد ترسره کوونکي، مالي مرسته کوونکي او ورسره ملاتړي دې يې د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

امنيت شورا له ټولو اړوندو هېوادونو او سازمانونو غوښتي چې په دې برخه کې له افغان چارواکو سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي: ((د ملکيانو پر وړاندې دا ډول بريدونه د منلو وړ نه دي، دا د بشري حقوقو له نړيوال قانون څخه څرګندنه سرغړونه ده.))

امريکا هم دغه بريد غندلى دى. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې دغه شرموونکى عمل په کلکه غندي.

 د پيسو د نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) مشر کريسټان لاګارد ويلي، چې دا يوه بده پېښه وه چې له امله يې ډېره تباهي رامنځته شوه.

د نړيوال بانک مشر جېم يانګ کېم هم دغه بريد په کلکه غندلى او په افغانستان کې د پيسو د نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) د مشر پر وژل کېدو يې خواشيني څرګنده کړې ده.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريد په داسې حال کې غندلى چې ويل کېږي د دغه هېواد دوه وګړي هم په کې وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزير جان برډ زياته کړې، چې په دې پېښه کې لاس لرونکي دې پر خپله سزا ورسېږي او همداسې دې نه پرېښودل کېږي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم دغه بريد پر کلکو الفاظو غندلى دى.

د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال ډنفورډ د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره غمرازي څرګنده کړې ده.

جنرال ډنفورډ زياته کړې: ((طالبانو په دغه بريد سره يو ځل بيا بشري حقوقو ته د نه درناوي نيت څرګند کړ، کوم کسان چې د دوى له خوا وژل شوي هغوى د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار کاوه.))

نوموړي د افغان ملي ځواکونو ستاينه کړې چې دغه بريد يې پر وخت مهار کړى دى.

په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم هم ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده، چې په دې بريد کې هغه خلک وژل شوي چې د افغانانو د مرستې لپاره راغلي وو.

دغه راز د اروپايي اتحاديې استازي کترين اشتون هم ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده، چې په دغه بريد کې د دوى يو ډنمارکى کار کوونکى هم وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په وژل شوو کې د دوى دوه کار کوونکي شامل وو، يو يې د ډنمارک او بل يې د برېتانيا تبعه وو.

ناټو هم دغه بريد په کلکه غندلى دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.