کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): د کابل ښار د تېرې شپې د ډله ييز ځانمرګي بريد په وژل شوو کې د ٦ هېوادونو اتباع شامل دي.
د دريو کسانو له خوا ترسره شوی دغه ډله ييز بريد د مرغومي په ۲۷مه د ماخوستن په اوو بجو او ۲۰ دقيقو د وزير اکبر خان د څوارلسم سړک په دريمه کوڅه کې د ليبنز په نوم پر رستورانت وشو.
د لبنانيانو ياد دغه هوټل ته ډېری بهرني وګړي او په کابل کې مېشت ديپلوماتان ورځي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٢١ کسان وژل شوي چې ١٣ يې بهرنيان او اته نور افغانان دي.
ملګرو ملتونو ويلي، چې په وژل شوو کې يې څلور کارکوونکي شامل دي، خو د هغوى هويت يې نه دى په ډاګه کړى.
راپورونه وايي، چې په وژل شوو کې د امريکا، کاناډا، برېتانيا، روسيې، ډنمارک او لبنان وګړي شامل دي.
بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت اعلان کړى، چې په وژل شوو کې دوه ملکي امريکايان هم شامل دي.
دغه راز د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې په وژل شوو کې يې دوه تنه اتباع شامل دي، چې په نړيوالو ادارو کې يې دندې ترسره کولې.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوى يو تبعه هم په ياده پېښه کې وژل شوى دى.
بلخوا په کابل کې د اروپايي اتحاديې د دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شوو کې د دوى دوه مامورين شامل دي چې يو يې د ډنمارک او بل يې د برېتانيا اوسېدونکي دي.
دروسيې سفارت هم ويلي چې د دوى يو کارکوونکى چې د ملګرو ملتونو د ادارې (يوناما) کار کوونکى و، وژل شوى دى.
بلخوا د نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې شپې په بريد کې يې د افغانستان د دفتر مسوول ۶۰ کلن وابل عبدالله هم وژل شوی چې د لبنان هېواد اوسېدونکى و.
د کابل امنيه قومانداني وايي، چې په وژل شوو کې ٥ ښځې دي چې څلور بهرنيانې او يوه افغانه ده، خو د بهرنيانو هويت نه دى معلوم.
بلخوا راپورونه وايي، چې د دغه هوټل مالک کمال حمادي هم وژل شوى دى.
د لبنيز هوټل مسوول عبدالماجد له يو شمېر نورو کسانو سره ټپي شوی دى.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پرون ويلي وو، چې د بريد موخه يې جرمني چارواکي وو چې په ياد هوټل کې مېشت و.
خو نن د هغه له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بريد موخه د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ د بمباريو غچ اخيستل و.
د سياه ګرد په عملياتو کې چې تېره اونۍ ترسره شول، د دولتي پلاوي د راپور له مخې ١٤ عام وګړي وژل شوي دي.
دغه عمليات د افغان او امريکايي ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي وو، خو بمبار امريکايي ځواکونو کړى و.
مجاهد ادعا کړې چې د تېرې شپې په ډله ييز بريد کې ٢٩ بهرنيان او د هغوى ٨ افغان ساتونکي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP