Language

په بلخ کې زندانيان د بند د مودې کمښت غواړي

مزارشريف (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٢): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د مرکزي زندان يو شمېر زندانيانو د غير قانوني غوښتنو لپاره غږ پورته کړی دی.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزي د مرغومي په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د بلخ ولايت په مرکزي زندان کې يو شمېر زندانيانو د بند د مودې د کمښت په موخه د زندان دننه د لاريون په بڼه غږ پورته کړی دی.

نوموړي زياته کړه، هغوى غواړي چې د ولسمشر د بښنې د وروستي فرمان له مخې د دوی د بند په موده کې کمښت راشي.

د هغه په وينا، بلخ ولايت ته د زندانيانو د بند مودې د کمښت په اړه د ولسمشر وروستى فرمان رسېدلی، چې لا هم پلى شوی نه دی.

احمدزي وويل، له تېرې ورځې راهيسې يو شمېر زندانيانو، چې ځينې په کې ښځې هم وي، د مظاهرې په بڼه د زندان له مسوولينو د خپلو بندونو د مودې د کمښت غوښتنه کوله.

نوموړي زياته کړه، د ولسمشر په رارسېدلي فرمان باندې لا هم د زندان مسوولين کار کوي.

د ده په خبره، هغو زندانيانو د بند د مودې د کمښت غوښتنه کړې، چې دوسيې څارنوالۍ ته معرفي شوي او لا هم پرې کار روان دی.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، د هغوى غوښتنې د قانون په خلاف دي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې ورته غوښتنې ته د قانون په نظر کې نيولو مثبت ځواب ورکړل شي، نو په زندان کې ګډوډي رامنځ ته کېدی شي.

د پژواک اژانس خبريال له تېرې ورځې، دوه ځله د زندان تر دروازې ځان ورساوه؛ خو د زندان مسوولينو د بنديانو د حال اخيستو په موخه دننه اجازه ورنه کړه.

 د يادې موضوع په اړه د زندان مسوولينو له څه ويلو هم ډډه وکړه.

Related Topics