لښكرګاه (پژواك ۲۸ مرغومى ۹۲): د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د کابل_هرات پر لويه لاره د طالبانو له لوري پر ماين الوځول شوى ٣٢٠ متره اوږد پول له سره ورغول شو.
دغه پول نن (د مرغومي ٢٨مه) د فوايد عامې وزارت د تخنيكې مرستيال ديپلوم انجنير نورګل منګل له خوا پرانيستل شو.
نوموړي پژواکر خبري اژانس ته وويل،د دغه لوى پله ١٤ متره برخه د ماين له امله نړېدلې وه، چې د ايساف د ٦٠ ميليونه افغانيو په مالي مرسته له سره ورغول شوه.
هغه زياته کړه، د دغه پول جوړول د عمومې لويې لارې لپاره ډېر مهم و، تر څنګ يې موقتي استحکامي پول جوړ شوى و، چې د موټر چلوونکو لپاره يې ډېرې ستونزې را پيدا کړې وې.
د منګل په وينا، د دغه پله نړېدلې برخه د فوايد عامې وزارت تر څارنې لاندې رغول شوې، چې ډېر معياري او اساسي کار په کې شوى دى.
د فوايد عامې مرستيال د هلمند د نادعلي له چاه انجير څخه تر ګرشک ولسوالۍ پورې د ٣٣ کيلومتره سړک د پخېدو د کار د ژر پيلېدو خبر هم ورکړ.
دغه راز د دغه پول د پرانيستنې پر مهال د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور خبريالانو ته وويل، د پله له پرانيستلو سره به د پنځو ولايتونو د موټر چلوونکو او مسافرو ستونزې هوارې شي.
هغه د فوايد عامې له مرستيال وزيره وغوښتل، چې د هلمند د خلکو غږ تر ولسمشره ورسوي او د هلمند بيارغونې ته پاملرنه زياته کړي.
د سيمې يو اوسيدونکى غلام نبي هم وايي، چې د پله له جوړېدو سره به د موټرو، په ځانګړې توګه د بار وړونکو موټرو د تېرېدو راتېرېدو ستونزه هواره شي.