Language

دوبۍ ته  د ١٣ قران شريفونو د لېږد مخه ونيول شوه

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): د کابل ګمرک چارواکي وايي، يوتن يې له ١٣ ټوکه په لاس ليکل شويو قران شريفونو سره، چې غوښتل يې له هېواده يې بهر ولېږدوي، نيولى دى.

د کابل د نړيوال هوايي ډګر امر حاجي وحيدالله وزير نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ” ميرويس نومي شخص غوښتل، چې په لاس ليکل شوي ١٣ ټوکه قران شريفونه دوبۍ ته ولېږدوي.”

هغه زياته کړه، د کابل هوايي ډګر د ګمرک چارواکو، نن سهار دغه په لاس ليکل شوي اثار کشف کړي، چې ياد کس په ډېر ماهرانه ډول په يوه بکس کې ځاى پر ځاى کړي وو.

سرچينې زياته کړې، چې دغه ١٣ ټوکه قرانکريمونه د لا ډېرو څېړنو لپاره ملي ارشيف ته وړل شوي، چې يادې ادارې د قرانکريمونو له کتنې وروسته ويلي: ” دغه اثار شاوخوا زر کاله لرغونتوب لري او له ځانګړو هنري ارزښتونو څخه دي.”

د ملي ارشيف ادارې د مکتوب په متن کې ويل شوي، چې د ملي ارشيف قانون ٣٧ مه ماده له هېواد څخه د ارشيفي اثارو د لېږد په اړه داسې څرګندويه ده: ” هغه څوک، چې با ارزښته ارشيفي توکي له هېواده بهر او يا هم له ځانه سره ولېږدوي، د اثارو له سپارلو پرته له قانوني چلند سره هم مخ کېږي.”

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک امر د خپلو خبرو په ادامې سره زياته کړه، چې د ملي ارشيف رياست ته دغه ١٣ ټوکه قران شريفونه وسپارل شول او نيول شوى تن د لا ډېرو څېړنو په موخه په زندان کې دى.

 

Related Topics