مزارشريف (پژواک ٢٩ پژواک ٩٢): د بلخ ولايت د ښځو چارو مسوولين او د مدني ټولنو غړې وايي، که چېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخينوي قانون عام شي، نو په تاوتريخوالي کې به خورا کمښت راشي.
د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسې رابعه مرادي چې د مزارشريف ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عامه پوهاوي په اړه درې ورځني ورکشاپ کې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی غواړي له دې لارې د ياد قانون په اړه معلومات د ټولنو تر نورو مېرمنو په اسانه ورسوي.
د هغې په وينا، دوی هڅه کوي چې د ورته ورکشاپونو له لارې د ښځو د تاوتريخوالي د مخينوي قانون ښځو ته معرفي او تشريح کړي.
مرادي وويل: ((که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون نافذ دی خو لا هم پرې په دولتي کچه بحث روان دی. موږ د لارښوونو په تمه يو خو تر هغې چې په کې بدلون راځي نو د قانون له همدې بڼې څخه بايد کار واخيستلی شي.))
نوموړې زياته کړه، چې په ياد قانون کې دومره ستونزه نشته، که چېرې همدا قانون په پوره توګه پلی شي، نو لرې نه ده چې ښه پايله ولري.
د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي يو ستر لامل همدا دی، چې خلک د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخينوي د قانون په اړه معلومات نه لري.
په دغه ورکشاپ کې د بلخ ولايت د پوهنتون ښځينه محصلينو او د نجونو د ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې ده.
د بلخ پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغې واجدې عزيزي چې په ياد ورکشاپ کې يې برخه اخيستې وه پژواک ته وويل، تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخينوي قانون په اړه معلومات سراسري نه شي. ستونزې به موجودې وي.
نوموړې زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه د قانون شتون او د عامه پوهاوي بېلابېلو هڅو ښه نتيجه ورکړې ده، چې بايد لا پسې اوږدې شي.
د هغې په وينا، هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې زياتوالی کتل کېږي، چې دغه زياتوالی تاوتريخوالی نه، بلکې پر تاوتريخوالي د عامو خلکو پوهېدل په ډاګه کوي.
عزيزي وويل: ((پخوا به يوه ښځه په دې نه پوهېده، چې ورته نفقه نه ورکول، تاوتريخوالی دی، ښځه په دې نه پوهېده، چې که مېړه يې په څپېړه ووهي نو تاوتريخوالی ورسره وشو.))
نوموړې زياته کړه، چې اوس مېرمنو تاوتريخوالی پېژندلی نو ځکه يې خو له دولت څخه پر وړاندې د مرستې غوښتنه کوي او پېښې ډېرې ثبتېدېږي.
د بلخ ولايت د ښځو چارې رييسې مرادي وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۱ پېښې ثبت شوې دي.