کابل ( پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٢): په کابل ښار کې د مدني ټولنې لسګونه استازو د يو لاريون په ترڅ کې ، پر لبناني هوټل د وړمې شپې ډله ييز ځانمرګي بريد غندنه وکړه او ددې هوتل مخې ته يې دګلو ګېدۍ کيښودې .
دغه کسان نن مازيګر د مرغومي په ٢٩مه د لبنيز هوټل په مخ کې راټول شوي وو .
دغو کسانو، چې شمېره يې تر سلو تنو اوښته په لبنيز هوټل کې پر هغه ځاى د ګلانو ګېدۍ کېښودې، چې ډوډۍ خوړلو ته راټول شوي کسان په کې وژل شوي وو.
دوى د ترهګرۍ، چاودنو او انتحار پر ضد شعارونه ورکول او له ځانه سره يې ليکلي شعارونه هم لېږدول، چې په کې ليکل شوي و: ((موږ ترهګري ته نه وايو، موږ انسانان يو ترهګري زموږ فرهنګ نه دى، موږ تر اوسه ژوندى يوو موږ سا اخلو.))
د يوناما د دفتر په مخکې د لاريون يوې غړې زهرا موسوي پرېکړه ليک ولوست، چې په کې د ترهګرۍ غندنه شوې وه او په پېښه کې له وژل شويو سره خواخوږي ښوول شوې وه.
په پرېکړه ليک کې له حکومت څخه غوښتنه شوې وه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې څو ګونى سياست پرېږدي او د ترهګرو له بنديانو او تورنو سره دې قانوني چلند وکړي.
دغه راز په پرېکړه ليک کې راغلي و، چې امنيتي ځواکونه دې خپلو دندو ته ځير شي او حکومت دې د ترهګرۍ له قربانيانو سره مادي او معنوي مرسته وکړي.
همدارنګه په پرېکړه ليک کې د نړيوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د نړيوالۍ ټولنې له لاس ته راوړنو ملاتړ اعلان شوى و او له نړيوالې ټولنې په کې غوښتنه شوې ، چې افغانان دې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته يواځې نه پريږدي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم د لاريون په پاى کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل، په وزير اکبرخان کې پر لبنيز هوټل بريد يې وغانده او په پېښه کې له وژل شويو سره يې خواخوږي وښوده.
صديقي زياته کړه، چې د ترهګرو مالي سرچينې بايد وچې شي، ځکه افغانان تر بل هر چا د تروريزم له ګواښ سره مخ دي او نړۍ بايد د دې قربانيو ملاتړ وکړي.
پر لبناني هوټل په ډله ييز بريد کې ، چې وړمه شپه تر سره شو، ٢١ تنه ووژل شول، چې ډيرى يې بهرنيان وو.