Language

ننګرهار کې دوه ډلې وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

جلال اباد (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره دوه ډلې وسله وال له خپلو وسلو سره يو ځاى شول.

د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  د وسله والو يادو ډلو، چې اوه او پنځه کسيزې دي د ننګرهار په شېرزادو او غني خېلو ولسواليو کې يې وسله وال فعاليت کاوه.

هغه زياته کړه، د يادو ډلو په يو ځاى کېدو کې ملي امنيت او د سولې له کمېټې سره يو ځاى شوو پخوانيو قوماندانانو هم هڅې کړې دي.

؛دى وايي، دغو وسله والو ډلو له ځان سره اته ميله سپکې او درنې وسلې هم راوړي چې د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې.

د اوه کسيزې ډلې قوماندان محمدامين پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو لاس اخلي.

هغه زياته کړه: ((څه موده وړاندې له پاکستان يو شمېر خلک راغلل او موږ نه يې پوښتنې کولې چې ولې مو پلونه او يو شمېر عامه ځايونه نه دي ويجاړ کړي.))

دى وايي،  له هغه وروسته يې تصميم يې ونيو چې نور به خپل وطن نه ورانوي او د سولې له بهير سره به يو ځاى کېږي.

نوموړي په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غولېدلى و، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکارو کړنو مخه نيسي.

د سولې له بهير سره د يو ځاى شوې پنځه کسيزې ډلې قوماندان منتظر چې  په عبدالله مشهور دى  پژواک اژانس ته وويل، دوى ته د پاکستان د اى اېس اى له خوا پيسې ورکول کېدې، چې په افغانستان کې ورانکاره فعاليتونه وکړي.

نوموړي دا هم وويل، چې د دوى ټول مشران په پاکستان کې دي او له هماغه ځايه تمويلېږي.

هغه زياته کړه: ((زموږ يو شمېر ملګري به يې د تريننګ لپاره پاکستان ته بيول او هلته به ورته زده کړې ورکول کېدې.))

ده پر نورو وسله والو غږ وکړ، چې د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.

نوموړى وايي: (( زما له خپل هېواد سره سوله اعلان شوه او د هغو خلکو سره چې وطن ورانوي سر له ننه مې ورسره د جنګ اعلان دى.))

ياده دې وي چې دا مهال د ننګرهار ولايت د سولې له ولايتي کمېتې سره شاوخوا ٢٧٠ وسله وال يو ځاى شوي، چې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې يې هم د ډاياک پروګرام ته سپارلې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.