Language

هلمند کې ١٢ وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي

 لښكرګاه (پژواك ۲۹ مرغومى ۹۲): چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان او بلخوا په دوو نورو پېښو کې د يوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوزاد ولسوال سيد مراد اغا وايي، دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول ، چې کله وسله والو طالبانو د دواړو ولسواليو لاره له مركز لښكرګاه سره وتړله.

نوموړي وويل، كه څه هم لاره خلاصه شوه ، خو په لاره كې خښ شوو ماينونو او وسله والو طالبانو د امنيت لپاره ستونزې جوړې كړې وې.

هغه زياته کړه، په دغو عمليات کې ملي اردو او د عامه نظم پوليسو برخه درلوده، چې د نښتو په ترڅ كې د څلورو طالب قوماندانو په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

 نوموړى زياتوي، چې دغه عمليات درې ورځې مخکې پيل شول او لا هم روان دي او په ترڅ کې يې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

 ولسوال وويل، نن د انځر شالي په سيمه كې دوه ملكې وګړي وسله والو طالبانو له موټره ښکته كړي او له دولت سره د تړاو په تور يې وژلي دي.

بلخوا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواك ته وويل، چې د وژل شوو طالبانو په منځ كې ۲ مهم طالب قوماندان ملا عبدالرحمن او تور جان هم شامل دي.

دغه راز په هلمند كې د عامه نظم د اومې لوا قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وايي، د لارې تر خلاصېدو وروسته به هم عمليات دوام ولري، څو هغه سيمې له وسله والو پاكې كړي چې اوس يې فعاليت په كې ليدل كېږي.

بل لورته د نوزاد د ريګني باوړۍ سيمې اوسېدونكي وايي، د ملي اردو له خوا د عملياتو پر مهال يو لس كلن ماشوم پر ډزو وژل شوى دى.

د سخي داد په نوم يو تن پژواك ته وويل، پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته په داسې حال كې رامنځته شوې ده چې دغه ماشوم د خپل كور مخې ته پر لوبو بوخت و.

خو د نوزاد ولسوال او په هلمندكې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني ناخبري ښيي او وايي، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

 دغه لاره په داسې مهال طالبان بندوي چې په تېره اونۍ كې بهرنيو ځواكونو دوه لويې قرارګاوې پرته له دې چې افغان ځواكونو ته يې وسپاري پرېيښې دي.

 د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په دې جګړه كې چې تر اوسه هم دوام لري دوه ټانكونه يې ويجاړ كړي او په كې سپاره اته افغان پوځيان يې وژلي دي.

احمدي د خپلو وژل شوو ملګرو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics