جلال اباد(پژواک،٢٩مرغومى٩٢): په ننګرهار کې د ١٦٥ميليونو افغانيو په لګښت ديوې سترې سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
چارواکي وايي، چې په جلال اباد ښار کې د اوږدې مودې لپاره دسبزيو او مېوو ساتلو په موخه د يوې لوې سړې خونې دجوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمد حسين ساپي د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياده سړه خونه د کرنې وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه جوړيږي.
هغه زياته کړه، چې په ښار کې يې د اوږدې مودې لپاره د سبزيو او مېوو د ساتلو په موخه کومه لويه سړه خونه نه درلوده، خو د يادې خونې په جوړېدو سره به هغه ستونزې، چې پخوا يې لرلې له منځه لاړې شي.
د کرنې رييس زياتوي، ياده سړه خونه ، په لس جريبه ځمکه کې په نږدې دوو کلونو کې جوړيږي .
نوموړي وويل، دغه سړه خونه به ترجوړېدو وروسته دپنځه زره مټريک ټنه سبزيو او مېوو د ساتلو ظرفيت ولري،چې ددې ولايت دګڼ شمېر بزګرانو او باغ لرونکو د سبزيو او مېوو د ساتلو ستونزه به هواره شي.
د سړې خونې د بنسټ د ډبرې ايښودو په مراسمو کې دننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک ته په دې ولايت کې دسبزيو او مېوو ساتلو ددغې سترې سړې خونې په جوړېدو خوښي وښوده.
نوموړى زياتوي، چې په ننګرهار کې د کرنيزو توليداتو د ساتلو په موخه يوه ښه لاسته راوړه لري.
دى وايي، چې د يادې سړې خونې په جوړېدو به له يوې خوا دبزګرانو او باغ لرونکو مالونه له غوښتنې سره سم بازار ته وځي او له بلې خوا به د سبزيو او مېوو له موسم پرته نرخونه ډېر لوړ نه وي.
ګرديوال زياته کړه ، هڅه به وکړي ، څو ننګرهار ولايت لپاره ورته نورې پروژې راجلب کړي .
نوموړي د دغې سړې خونې له جوړونکي ساختماني شرکت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د سړې خونې په کيفيت کې دې ډېره هڅه وکړي.
د عليشاه په نامه يوه بزګر پژواک اژانس ته وويل ، چې په ننګرهار کې د سړې خونې نه شتون د دوى د توليداتو پر بازار مستقيماً اغېزه کړې ده.
دى وايي ، چې که په ننګرهار کې سړې خونې جوړې شي، نو د دوى د توليداتو قيمتونه به په يوه اندازه وي.
هغه زياته کړه: (( د روميانو په وخت کې زموږ روميان څوک من په ٤٠ افغانۍ نه اخلي، همدا روميان پاکستان ته ځي ،هلته ساتل کيږي او بيا يې پر موږ په ٥٠٠ افغانۍ من خرڅوي.))
د يادونې ده ، چې له دې وړاندې په دې ولايت کې وړې سړې خونې هم جوړې شوي، خو دبزګرانو او باغ لرونکو سبزيواو مېوو دساتلوظرفيت نلري او دکافي سړو خونو نشتوالي له امله سبزۍ او مېوې ګاونډيو هېوادونو ته په ارزانه بيه لېږدوي،چې له وخت سره سم بېرته هېواد ته راواردېږي او له خپل اصلي قېمته څوچنده په لوړبيه پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP