جلال اباد(پژواک،٢٩مرغومى٩٢): د لغمان په چاڼيزو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او د جلااباد ښار او بهسودو کې د ماين چاودنې شوې دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات تېره ورځ سهار د افغان ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو له لوري د مرکز او اليشنګ ولسوالۍ کې پيل او ماښام ناوخته پای ته ورسېدل.
نوموړى وايي، د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوه، چې په پايله کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
هغه زياته کړه: (( د دوه وسله والو جسدونه امنيتي ځواکونو له ځانه سره راوړي، چې دا مهال د عامې روغتيا په روغتون کې دي.))
ځواک زياتوي، چې يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف او يو ميل ۳۰۳ ُبر ټوپک هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.
د والي وياند وايي، په دغو چاڼيزو عملياتو کې ، چې موخه يې د مشکوکو ځايونو تلاشي وه د عمرزيو، ډيوې، ګنجوړ، بارکزيو، قلعه ټک او د شمکټ درې سوېلي برخې تصفيه شوې دي.
سرحدي ځواک وويل، په عملياتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يوه بل خبر له مخې، نن سهار د جلال اباد په ښار او د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې په سيمه کې د ماين دوه چاودنې شوې دي، خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي، چې چاودنو ځاني او مالي زيان نه درلود.
نوموړى زياتوي، چې د چاودنو په سيمه کې پوليسو پلټنې پيل کړې دي، خو تر دې مهاله يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP