Language

د جلال اباد سپين جومات د ١٤ ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي

جلال اباد-ميدانښار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د سپين جومات د بيارغونې چارې د ملي سوداګرو په مرسته روانې دي چې د مسوولينو په وينا، ١٤ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.

د دغه جومات مسوولين وايي چې په دغه تاريخي جومات کې به د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړى ځاى، يو اېم اېف راډيو او لوى کتابتون هم جوړ شي.

 په جلال اباد ښار کې سپين جومات چې د امير عبدالرحمان خان په وخت کې د شاهي قصر دننه جوړ شوى و، په وروستيو دورو کې بيا ونړول شو او له سره يې د جوړولو چارې پيل شوې دي.

 ياد جومات د ١٣٩٢ کال په لومړيو کې د سختې زلزلې له امله تخريب شو، چې د ولايتي ادارې له لوري يې د نړېدو امر وشو او بيا پرې له سره کار پيل شو.

 د سپين جومات ملاامام مولوي محمد مرزا ترابي د مرغومې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه جومات ودانۍ پر شاوخوا اوه جريبه ځمکه کې جوړېږي.

 هغه زياتوي، چې دغه جومات به په يو وخت کې  د ١٤زره لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

 دى وايي، چې په ياد جومات کې يې د ښځو لپاره يو ځانګړى ځاى جوړ کړى چې له دريو تر څلورو زرو ښځو د ځايولو وړتيا به ولري.

 ده زياته کړه: ((دغه جومات چې د تکاوۍ په ګډون درې چته لري، په پاخه اواساسي شکل جوړېږي.))

 د مولوي ترابي په وينا، د ياد جومات نقشه د سعودي عربستان د شيخ زايد د جومات په بڼه ده چې د جوړوونکي شرکت له لوري دوى ته د عمري ګارنټۍ ضمانت ورکړل شوى دى.

 مولوي مرزا زياتوي چې ياد جومات به يوه اېف اېم راډيو هم ولري چې ٢٤ ساعته به يوازې ديني خپرونې کوي.

 نوموړي دا هم وويل، چې که هر نظام راشي نو د دوى راډيو به يوازې ديني خپرونې کوي او هېڅ سياسي خپرونه به په کې نه وي.

 د ترابي په خبره، چې د ياد جومات ټول  لګښت (١٤ ميليونه ډالر) ملي سوداګر او شتمن ننګرهاريان ورکوي او پر نورو هېوادوالو هم غږ کوي چې له دوى سره دې د ياد جومات په جوړولو کې مرسته وکړي.

 د سپين جومات ملا امام وايي، چې د حج او اوقافو وزارت ورسره په دې برخه کې هېڅ کومه مالي مرسته نه ده کړې.

 د ياد جومات د جوړوونکي شرکت ترکي انجنير، هادي پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد جومات ودانۍ به په سيمه ييزه کچه شهرت ولري.

 نوموړي وويل: ((زه په ډاډ سره ويلى شم، چې بيا به هېڅ کومه زلزله پر دغه جومات تاثير ونه کړي.))

 ده زياته کړه، چې په ډېر موډرن سيستم يې چارې پيل کړې او تر وروستي بريده به هڅه کوي چې د کار کيفيت يې ټيټ نه شي.

 د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صميم بيا په جومات کې د ديني راډيو او کتابتون په جوړېدو خوښي ښيي.

 دى وايي، که په ياد جومات کې يوه داسې راډيو وي چې اسلام مقدس دين ته خدمت په کې وشي او له ملي ګټو سره سمې وي، دوى يې ملاتړ کوي.

 هغه زياته کړه: ((همدارنګه کتابتون هم ډېر ګټور کار دى که فعاله شي نو ګڼ ځوانان به ترې ګټه پورته کړي.))

 د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د برېښنا د پنځو پروژو د کارونو په پيلېدو سره به په دغه ښار کې ١٥٠٠ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

 د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پرژوې به د اداري اصلاحاتو، مامورينو او کوچيانو په ښارګوټو کې ترسره شي.

 هغه زياتوي، چې دغه پروژې په نږدې راتلونکي کې پيلېږي چې له امله به يې په ميدانښار کې د برېښنا ظرفيت له درې مېګاواټه شپږ مېګاواټو ته لوړ شي.

د خوګياڼي په خبره، دغه برېښنا به د دولتي ادارو تر څنګ د ميدانښار شاوخوا سيمو کورونو ته هم ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند يو نيم ميګاواټ برېښنا توليدوي چې د سيمې خلک ترې ګټه اخلي او په ميدانښار کې له درى مېګاواټه ډېزلي برېښنا کار اخيستل کېږي

 دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په لومړيو کې د ١١٣ زره امريکايي ډالرو په  لګښت د ميدان ښار د روښانه کولو په موخه د لمريزې برېښنا د پروژې  چارې پيل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.