Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار-کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډه ترسره شوى ډله ييز بريد د ٩ بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

د ژېړۍ ولسوال حاجي جمال اغا د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله ييز بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د بريد کوونکو شمېر پنځه تنه وو او ټول وژل شوي دي.

خو نوموړي په دغه بريد کې د ايساف او ملي اردو ځواکونو له مرګ ژوبلې بې خبري وښوده.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې ياد بريد د ٩ بريد کوونکو په وژل کېدو سره پاى ته رسېدلى، خو د نورو زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله ييز بريد د دوو موټرو په وسيله ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه، لومړى مازدا موټر ، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د پوځي اډې له دېوال سره جنګول شوى، چې ورسره لويه چاودنه رامنځته شوه.

دى وايي، چې د پوځي اډې په دې ساحه کې بې پيلوټه الوتکې او چورلکې ولاړې وي.

جنرال حميد وايي، چې ورپسې په يوه سرف موټر کې ناست شاوخوا اتو ځانمرګو بريد کوونکو، چې د ايساف يونيفورم يې اغوستى و، غوښتل له دې لارې هوايي ډګر ته ننوځي، چې د ايساف او د ملي اردو د درېيمې لوا د ځواکونو له خوا ووژل شول.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم مني، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د دوى پر پوځي اډې ډله ييز بريد کړى و.

د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، په دغه بريد کې چې د يوه موټر په وسيله ترسره شوى يو سرتېرى يې وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې بريد کوونکي د ځانمرګو پر واسکټونو او وسلو سمبال وو، خو په ځوابي بريد کې وژل شوي دي.

ايساف وايي، چې د دغه بريد له امله په دغه پوځي مرکز کې يوه برخه ويجاړه شوې، خو زياته کړې يې ده، چې اوس وضعيت ارام شوى او حالت کنټرول دى.

سرچينې زياته کړې چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې او ډېر ژر به يې نور جزئيات د رسنيو په واک کې ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه ډله ييز بريد وروسته له هغه ترسره شو، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې پر يوه هوټل په ترسره شوي ډله ييز بريد کې د ١٣ بهرنيانو په ګډون ٢١ کسان ووژل شول.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې لومړى د يوه غټ موټر په وسيله بريد ترسره شوى او بيا ورپسې نور بريد کوونکو په سيمه کې جګړه پيل کړې ده.

هغه زياتوي، چې جګړه ادامه لري او تر اوسه په کې ګڼ شمېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.