کابل (پژواک٣٠مرغومى٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي ، چې د رايې ورکولو ٣٢٣ نوي مرکزونه چې لېست يې له امنيتي ارګانونو سره شريک شوى دى، د هېواد په امنو سيمو کې دي.
دوى وايي ، چې د هر ولايت د رايې ورکونې د مرکزونو شمېر ته په کتو شل سلنه مرکزونه ډېر شوي، خو يواځې د زابل لپاره ، چې په تېرو ټاکنو کې يې د رايې ورکولو د مرکزونو ترمنځ يې فاصله ډېره وه، تر ټاکل شوي شمېر ډېر مرکزونه په پام کې نيول شوي دي.
ددې کمېسيون وياند، نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ٣٢٣ مرکزونو لېست امنيتي ارګانونو ته استولى، ترڅو يې امنيت ډاډمن کړي.
سره له دې ،چې تر اوسه د امنيتي ارګانونو لخوا ددې مرکزونو د امنيت په اړه د ټاکنو کمېسيون ته بېرته راپور نه دى ورکړى شوى، خو د ټاکنو کمېسيون وياند وايي، چې نوي مرکزونه په امنو سيمو کې دي.
نور زياته کړه: “غواړو چې د خلکو د سهولت په خاطر دغه مراکز د هېواد په بېلابېلو ولاياتو کې زيات کړو. موږ چې د ٢٠١٠ کال ټاکنې پاى ته ورسېدى، يوه سروې مو په ټول افغانستان کې ترسره کړه او دا لازمه وګڼله، چې بايد هر ولايت ته %٢٠ مراکز زيات کړو.”
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې د نويو مرکزونو د جوړولو خبره کوي، چې ښايي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناامنۍ له امله د رايې ورکولو ٤١٤ مرکزونه تړلي پاتې شي.
د مرغومي مياشتې په ٢١ مه د کورنيو چارو وزارت، د ټاکنو د امنيتي پلان د اعلان پرمهال وويل، چې د ٦٨٤٥ مرکزونو له ډلې په ١١ ولايتونو کې د ٤١٤ مرکزونو امنيت نشي ټينګولى.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې ، بادغيس، غور، فراه، هلمند، بدخشان، سرپل، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ او لغمان هغه ولايتونه دي ، چې دا مرکزونه به پکې تړلي وي.
دې کمېسيون ويلي که د يادو شويو ٤١٤ مرکزونو امنيت تامين نشي، نو د اړوندو سيمو خلک به په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.
ټاکل شوې ده، چې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
دا چې دغو ټاکنو ته له درېيو مياشتو کمه موده (٧٥ ورځې) پاتې ده، د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې په ټاکنو کې د کارېدونکو حساسو موادو٩٠ سلنه له بهر څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د نور په وينا، دا مواد له دوبۍ، چين او اسپانيا څخه راوړل شوي او ټاکل شوې ده، چې لس سلنه نور يې په نږدې راتلونکي کې کابل ته ورسېږي.
ده وويل ، چې په دغو حساسو موادو کې د ګوتې دوه ډوله رنګونه، راى پاڼې، د نتايجو پاڼې (ريزلټ شيټونه)، د نتايجو پاکټونه او لسګونه قلمه نور بېلابېل توکي شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP