Language

د غزني په محبس کې پوليسو او بنديانو شخړه کړې

غزني (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني په محبس کې د پوليسو او بنديانو تر منځ شخړه کې يو پوليس او يو بندي ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه شاوخوا يو ساعت مخکې رامنځته شوې ده.

نوموړى زياتوي، پوليس د سياسي بنديانو بلاک ته داخل شوي وو، د بنديانو له خوا يې مخه نيول شوې وه، چې په همدې ترڅ کې يې ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.

هغه زياتوي، د پېښې د پلټنې په موخه يې پلاوى لېږلى څو معلومه کړي، چې د پوليسو او بنديانو تر منځ شخړه څنګه رامنځ ته شوه.

خو د نعمت الله په نوم يو بندي له محبسه په ټيلېفون کې پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې پوليسو دوى ته ستونزې پيدا کولې.

هغه زياتوي، چې د پوليسو له لوري يو بندي سخت ژوبل شوى او له همدې امله بنديانو، سره له اوسه د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.

د ده په خبره، تر څو يې ستونزو ته پاملرنه ونه شي خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.

د غزني په محبس کې تېر کال هم د پوليسو او بنديانو تر منځ په شخړه کې يو بندي ووژل شو او ١١ نور ټپيان شوي وو.

Related Topics