Language

د ننګرهار خلک د انسان تښتونو پېښو اندېښمن کړي

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د تښتونو د پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او زياتوي ، چې له نورو نا امنيو وروسته يې دا دويمه لويه ستونزه ده.

د خپرو شوو راپورونو او د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله راهيسې په دغه ولايت کې له شلو زياتې د انسان تښتونې پېښې رامنځته شوې دي.

خلک وايي، چې يو شمېر تښتول شوي کسان د پيسو په بدل کې خوشي شوي، ځيني يې اوس هم نادرکه دي او د ځينو مړي په شاړو ځمکو کې موندل شوي دي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکي سيد اختر چې څه موده وړاندې يې زوى د افغان ترک له لېسې تښتول شوى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتونکو ترې درې لکه امريکايي ډالر غوښتي وو.

هغه زياته کړه: ((د تښتونې پر مهال مې زوى په نهم ټولګي کې زده کړې کولې، ما چې تر څو د پيدا کولو هڅه کوله، نو زوى يې راته وواژه او څو ورځې وروسته مې يې په کامه کې مړى ترلاسه کړ. ))

دى وايي، چې اوس هم په ډاډه زړه خپل بچي ښوونځي ته نه شي لېږلى، ځکه ويرېږي چې يو ځل بيا يې تښتونکي ونه تښتوي.

د عامو خلکو تر څنګ د دغه ولايت يو شمېر مسوولين، سوداګر او د شخصي کمپنيو مسوولين هم په دې وروستيو مياشتو کې تښتول شوي دي.

په دغو کسانو کې د ننګرهار د خصوصي سکتور رييس احمد شاه سادات، په دغه ولايت کې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت مسوول انجنير زرغون شاه، د افغانستان بانک د پخواني رييس شهزاده مظلوميار زوى، د ولسي جرګې د وکيل حاجي حضرت علي اوښى ممتاز، د ننګرهار د څارنوال قيوم ورور، د علماوو شورا يو تن غړى، د ماين پاکۍ اومر موسسې ځايي رييس انجنير بسم الله او د صرافانو او سوداګرو د کورنيو غړي شامل دي.

دغه راز په تښتول شوو کې د جلال اباد ښار له چکنورو لېسې څخه لس کلنه نجلۍ،د درمسال مخې ته دوه ماشومان، د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د يوه سوداګر زوى، محمد قيوم چې له تښتونې وروسته يې وواژه، ډاکتر شېرولي، يو تن پيلوټ او دوه نور تنکي ماشومان چې له تښتونې وروسته يې وژلي دي.

د کونړ ولايت يو اوسېدونکى انجنير سيداحمد شاه سادات وايي، چې ورور يې د ننګرهار د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت ځايي مسوول انجنير زرغون شاه يوه کال مخکې تښتول شوى، خو تر اوسه يې هېڅ درک نه دى معلوم.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ورور د تښتونې په تړاو يې ملي امنيت يو شمېر کسان هم نيولي، خو تر اوسه پورې يې نه د ورور درک نه معلوم دى او نه هم د نيول شوو کسانو برخليک.

سادات وايي: ((تښتونکي هم په دولت کې کسان لري او هم په وسله والو کې، لوړپوړي چارواکي يې هم ملاتړ کوي.))

د نوموړي په وينا، يو شمېر کسانو ترې د ورورو د خوشي کولو په بدل کې د پيسو غوښتنه هم کوله خو بيا اړيکه نه ده نيول شوې.

د هغه په وينا، د تښتونکو ځالې او پټنځايونه د دغه ولايت په هغو سيمو کې دي، چېرې چې د دولت حاکميت کم دى.

انجنير سادات وايي: ((تښتونکي له دريو لکو ډالرو څخه تر يو نيم ميليون ډالرو په بدل کې خلک خوشي کوي.))

د جلال اباد د کمبو سيمې اوسېدونکى ناصري چې څو مياشتې وړاندې يې زوى تښتول شوى و، پژواک ته وويل چې زوى يې د ملي امنيت ځواکونو له لوري راخوشى شوى دى.

هغه زياته کړه: ((له ما يې اول پيسې غوښتې، خو مخکې له دې چې پيسې ورکړم، ملي امنيت ياد کسان نيولي وو.))

د ننګرهار د ملي راډيو کار کوونکى شفيق الله هم څو مياشتې وړاندې د تښتوونکو له لوري تښتول شوى و، چې وروسته له ډېرو هلو ځلو راخوشى شو.

د چارو کارپوه محمدانور سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د تښتونو لړۍ ورځ تر بلې په پراخېدو ده، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړى وايي، که چېرې حکومت تښتوونکي ونيسي او کلکه سزا ورته ورکړي نو په اينده کې به نور څوک دا جرئت ونه کړي چې څوک دې د پيسو لپاره وتښتوي.

هغه زياته کړه: ((تښتوونکي ونيول شي، بيا يې همدا وکيلان، قومي مشران او چارواکي يې د خوشې کولو لپاره واسطې کوي او بيا يې خوشي کړي.))

نوموړى پر امنيتي او کشفي ادارو غږ کوي چې د غفلت له خوبه رابېدار شي او وروسته د دې شومې پديدې مخه ونيسي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د امنيتي او کشفي ارګانونو د کمزورۍ له امله د تښتونو کچه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.

نوموړى وايي، ډېرى مهال امنيتي ارګانونه تښتوونکي ونيسي، خو بيا د قضايي ارګانونو له لوري د معاملې په پايله کې پرېښودل شي.

هغه زياته کړه: ((که امنيه قومانداني کس ونيسي، څارنوالۍ خوشى کړى وي، اصلاً د ادارو تر منځ هېڅ همغږي نشته.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم ياده ستونزه مني او زياتوي چې تېره ورځ د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين قضايي او عدلي ارګانونو ته جدي هدايت وکړ چې تښتوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ځانګړې غونډه کې د استيناف محکمې، استيناف څارنوالۍ، عدليې رياست، د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو د څـېړنې څارنوالۍ، نظامي څارنوالۍ او د کشفي ادارو مسولينو برخه اخيستې وه.

د عبدالزي په وينا، والي دغو چارواکو ته په خپلو خبرو کې وويل: ((تاسې د ځانګړو صلاحيتونو لرونکي ياست او خلک د قانون پلي کېدل له تاسو غواړي، نو هيله من يم، چې د ټولو واکونو په کارولو سره انصاف او عدالت تامين کړي او حق حقدار ته وسپاری.))

عبدالزى وايي: ((د يادو ادارو مسوولينو هم په کلکه ژمنه وکړه چې له خپل هر ډول قانوني صلاحيت څخه به کار اخلي او مجرمينو ته به سزا ورکوي.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې له تېر يو کال راهيسې يې لسګونه تښتوونکي نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

هغه مني چې د تښتونو پېښې ننګرهاريان اندېښمن کړي، خو د دوى کشفي او امنيتي ارګانونه په دې برخه کې ډېر حساس او چټک دي.

مشرقيوال زياته کړه: ((په تېرو څو مياشتو کې موږ څو کسان د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي دي.))

دى وايي، چې تېره ورځ يې هم د تښتوونکو له منګولو يو کس خلاص کړى او په تور يې درې تنه نيول شوي دي.

ياده دې وي چې څو مياشتې وړاندې په ننګرهار کې د تښتوونکو پر ضد پراخ لاريون هم شوى و، چې لاريون کوونکو تښتوونکو ته د کلکو مجازاتو غوښتنه کوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.