Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه، ٩٢) : د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي دوو تنو زده کړيالانو د لسو نورو پوهنتونونو له محصلينو سره د سياليو له لارې،  نړيوالې تمثيلي محکمې ته لار ومونده.

دغه سيالۍ د ا مريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د قانون د حاکميت ټينګښت پروګرام له خوا پر لاره اچول شوې وې او پايلوبې ته يې چې نن په کابل کې تر سره شوه ، د هرات او بلخ پوهنتونونو د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو ډلو لار موندلې وه.

د ياد شوي پروګرام مسوول رحمت الله اکاخېل  وايي، چې د هرات پوهنتون  د دې سياليو لومړۍ مقام خپل کړ او ګټونکي زده کړيالان به په نږدې راتلونکې کې د تمثيلي محکمې په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د امريکا متحده ايالتونو ته سفر وکړي.

د هرات د حقوقو پوهنځي زده کړيالانې فهيمه اميني او ثنا تلوسه، چې د سياليو ګټونکې دي، وايي د هرات ډله ځکه بريالۍ شوه ، چې د هرات پوهنتون استادان په تدريسي چارو کې ډېر زيار باسي او محصلين هم له زده کړو سره ډېره مينه لري.

دوى وايي، بريا يې ټولو افغان ښځو ته دا پيغام ورکوي، چې ځانونه تر نورو کم ونه ګڼي او د زده کړو تر څنګ په ټولو چارو کې فعاله ونډه واخلي.

په افغانستان کې د تمثيلي محکمې په سياليو کې د هرات، بلخ ، البېروني ، کابل ، کندوز، پنجشېر، خوست ، پکتيا، کونړ، تخار او کندهار دولتي پوهنتونونو برخه اخيستې وه.

دا ډول سيالۍ له ٢٠٠٦ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې تر سره کيږي او تېر کال هم هرات پوهنتون د دې سياليو لومړۍ مقام خپل کړى و.

په  نړيواله تمثيلي محکمه کې ، چې هر کال د زده کړيالانو د حقوقي وړتياوو لوړولو په موخه جوړيږي، له ٩٠ هېوادونو د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو ٥٠٠ زده کړيالان برخه اخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.