Language

لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند چارواکي وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو کې درې ملکي وګړي، يو پوليس او يو وسله وال ‌طالب وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل، چې تېره شپه وسله والو ‌طالبانو د ګرشک د نهر سراج  د سره خاښ په سيمه کې له دولت سره د تړاو په تور د يوې کورنۍ درې تنه وژلي دي.

نوموړي وويل، د اخترمحمد په نوم يو تن له مېرمنې او زوی سره وسله والو طالبانو په  خپل کور کې وژلى  او د پېښې عاملين  له  سيمې تښتېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، د دې کورنۍ غړو له دولت سره هېڅ اړيکه نه لرله او په هغه کلي کې اوسېدل، چې تېر کال يې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړى و.

  چوپان وايي،  تېره  ورځ ناوخته د سنګين په کوټوزو سيمه کې د ملا جمعه ګل په نوم يو طالب  وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلى او د ده دوه نور ملګري ټپيان شوي دي.

 دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پرون ماښام د لښکرګاه په ښار کې د پوليسو يو افسر د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا وژل شوى دى.

 د نوموړي په وينا، د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي محمدزمان پژواک اژانس ته وويل، چې د پوليسو وژل شوى افسر ده پېژاند، احسام الدين نوميده او د امنيه قوماندانۍ په جنايي څانګه کې يې کار کاوه.

که څه هم وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې پرون يې د مارجې په ولسوالۍ کې څلور سيمه ييز پوليس وژلي دي.

Related Topics