اسعد اباد (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): په کونړ کې لسګونو قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو او نوماندانانو ګواښ وکړ، که د ولايتي شورا غړو ته د څارنې حق بېرته ورنه کړل شي، دوى به په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي.
ولسي جرګې د تېرې مرغومې مياشتې په ٢١مه، د ولايتي شوراګانو د واکونو قانون تصويب کړ، چې په کې له ولايتي شوراګانو د نظارت واک اخيستل شوى دى.
د کونړ د ولايتي شورا غړي نصرالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو او نوماندانو، نن د ولسي جرګې د يادې پرېکړې په خلاف سوله ييز لاريون وکړ.
ده زياته کړه، په دې لاريون کې له ولايتي شورا نه د څارنې د صلاحيت اخيستلو پرېکړه وغندل شوه.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي د ولس استازي دي، نو له هغوى څخه اخيستل شوى حق بايد بېرته ورکول شي.
او دوى ته د منلو نه ده.
د ولايتي شورا رييس ميا حسن وايي، چې له ولايتي شورا څخه د څارنې د حق اخيستل دوى ته د منلو نه ده او دا به په دولتي ادارو کې فساد نور هم زيات کړي.
د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک راغلي، چې د ولايتي شورا غړي يواځې د مشورو په ورکولو د ولسونو ستونزې نه شي هوارولى، بلکې د فساد د له منځه وړلو په موخه دې د څارنې حق ورکړل شي.
دوى ويلي، که چېرته د ولايتي شورا وکيلانو ته د څارنې حق بېرته ورنه کړل شي، نو دوی به په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي، چې بيا به يې مسووليت د وزيرانو شورا او ولسي جرګې پر غاړه وي.