Language

د کونړ محبس کې په درېيمه ورځ هم اعتصاب دوام لري

اسعداباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د کونړ د مرکزي زندان د بنديانو د خوړو اعتصاب نن په درېيمه ورځ هم دوام لري.

د دغه زندان يوه بندي د سلواغې په لومړۍ نېټه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى اعتصاب به تر هغه دوام وکړي، څو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

هغه زياته کړه، چې اوه بنديان څو ورځې مخکې کابل ته لېږدول شوي، هغوى بايد بېرته کونړ ته راوړل شي.

دغه بندي د زندان د امر د بدلېدو د غوښتنې ترڅنګ وويل، چې د ولسمشر د فرمان له مخې دې د دوى د بند په موده کې هم تخفيف راشي.

دغه بندي د کانتين او ټيلېفوني اړيکو د اسانتياوو غوښتنه هم وکړه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم ومنله، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د اسعداباد په مرکزي زندان کې يو شمېر بنديانو پر اعتصاب لاس پورې کړى دى.

هغه پژواک ته وويل: ((د بنديانو کومې غوښتنې چې موږ پورې اړه لري، موږ منلې او هوارې کړې مو دي، د زندان امر مو هم نن له دندې ګوښه کړ او هغه خپل کور ته تللى دى.))

جلاله د بنديانو د نورو غوښتنو په اړه وويل، چې هغه مرکز پورې اړه لري، دوى يې د هوارولو اختيار او واک نه لري.

Related Topics