لښكرګاه(پژواك، د سلواغې لومړۍ۹۲):د هلمند چارواکي او ځينې خلک وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو له لوري د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
په داسې حال کې، چې نن سهار امنيتي چارواکو ويلي و، چې د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په سيمه کې درې تنه د وسله والو طالبانو له لوري له حکومت سره د اړيکو په تور په خپل کور کې وژل شوي دي.
د وژل شويو درېيو واړو (خاوند، مېرمنې او زوى) مړي د سيمې د خلکو له خوا د ولايت د مقام مخ ته راوړل شوي وو او له چارواکو يې غوښتنه کوله، چې وژونکي يې ونيسي او سزا ورکړي.
د وژل شوي تن زوى محمد طاهر پژواک خبري اژانس ته وويل: (( زه په کور کې نه وم په لښکرګاه کې مزدوري کوم، تېره شپه سيمه ييز پوليس زموږکور ته د غلا لپاره راغلي وو، کله چې وپېژندل شول،چې پوليس دي او سهار افشا کيږي، نو زما پلار، مور او ورور يې راته ووژل.))
نوموړى زياتوي، له دوى څخه يو تن عجب ګل نوميږي د دوى کليوال او د سيمه ييزو پوليسو غړى دى.
د محمد طاهر خور ، جان بي بي ، چې د پېښې شاهده وه ، وايي: (( پلار يې پوليس وپېژندل کله چې يې غږ پرې وکړ، ډزې يې پيل کړې زما پلار، مور او اته کلن ورور يې ووژل او زه په تناره کې پټه شوم.))
د دې کورنۍ يو غړى عبدالولي هم وايي،چې د دوى په سيمه کې طالبان نشته او نه له چا سره دښمني لري.
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور هم پېښه وغندله او زياته يې کړه،چې د پېښې عاملين يې نيولي او د قانون له مخې به سزا ورکړل شي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالا حد چوپان هم مني، چې په سيمه يزو پوليسو د پېښې تور لګېدلى، يو تن نيول شوى او د دويم تن د نيول کيدو هڅه روانه ده.
چوپان زياتوي، تر څېړنو او پلټنو وروسته به څرګنده شي، چې پېښه څنګه او ولې رامنځ ته شوې ده.