Language

هلمند کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښكرګاه (پژواك ، دسلواغې لومړۍ نېټه ٩٢ ) :د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د يوې نښتې په ترڅ كې  نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په دې ولايت كې د پوليسو د عامه نظم د اومې لوا قوماندان پاسوال غلام سخي غفوري د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا نښته نن سهار دنوزاد ولسوالۍ په انځر شالي سميه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه ، چې په دې دوه ساعته نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د نوموړي په وينا، له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په لښکرګاه او ناد علي کې بيا پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو   ادعا کوي .

Related Topics