Language

مزارشريف، کندهار (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوى او کندهار کې اته وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو نن د سلواغې په لومړۍ نېټه غرمه مهال په نهرشاهي کې تصفيوي عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

ده زياته کړه، د نښتې پرمهال د يادې ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې د وسله والو طالبانو قوماندان ملا بشير ووژل شو او دوه ملګري يې ټپيان شول.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

احمدزى وايي، دغه عمليات چې لا تراوسه هم روان دي، د راروانو ټاکنو د امنيت ساتنې او خلکو ته د ډاد ورکولو په موخه په لاره اچول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په کندهار کې د ملي امنيت منسوبينو اته وسله وال مخالفين نيولي دي.

د کندهار ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کسان د روانې اونۍ په اوږدو کي د دې ولايت د ملي امنيت منسوبينو له خوا د بېلابېلو عملياتو پر مهال په ښار او ولسواليو کي نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، نيول شويو مخالفينو په ښار او ولسواليو کې په چريکي، انفجاري، تخريبي او دې ته ورته نورو ورانکارو کړنو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.

 

Related Topics