محمودراقي ( پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): تېره شپه او نن سهار د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره کې له وسله والو طالبانو سره د بهرنيو او افغان ګډو ځواکونو د جګړې پر مهال درې ماشومانې ټپيانې شوي دي.
د هغه په وينا، ټپي شوې ماشومانې چې له نهو تر ١١ کلونو عمرونه لري ،په نجراب کې پنځوس بستريز روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى .
دغه راز هغه زياته کړه، چې نن سهار د افغانيه درې د چوکان بازار په سيمه کې پر يو کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله د ګل زمان په نوم يو سړى او يو نجلۍ ټپيان شوي دي .
هغه وايي، چې دغه نجلۍ هم په نجراب کې روغتون ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى ، خو ګل زمان چې ټپونه يې ژور دي، د پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوى دى .
دى وايي، څرګنده نه ده ، چې ياد شوي پنځه واړه د کوم لوري پر ډزو ټپيان شوي دي .
خو د سيمې يو اوسېدونکى ، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، دعوه کوي چې تېره شپه د افغانيه درې په مناپ خېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هاوان پر ډزو يوه ماشومه وژل شوې او درې نورې ټپيانې دي .
دى وايي، چې دغه ماشومانې له لسو کلونو کم عمرونه لري.
دغه راز هغه وويل، چې نن سهار د افغانيه درې د ارسلا خېلو په سيمه کې د يادو ځواکونو د هاوان په ګولۍ د ګل زمان په نوم يو عام وګړى او د هغه نګور ټپيان شوي دي .
خو ايساف په دې اړه وايي، داسې کوم راپور يې نه دى تر لاسه کړى، چې تېره شپه او نن سهار دې په نجراب کې عمليات تر سره شوي وي .
د مرغومي په ٢٥ مه هم د افغان او ايساف ګډو ځواکونو په عملياتو کې د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په وازغر سيمه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
د دولت له خوا د دې موضوع د څېړلو په موخه ټاکل شوى پلاوى وايي، چې په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٤ تنه ملکي وګړي او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خو ځينې سرچينې په دې عملياتو کې د وژل شويو ملکي وګړو شمېر شپږ تنه ښيي او وايي ، چې د دې عملياتو پر مهال نور وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP