Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان وردګو والي پر لویو لاریو دورانکارو ډلو دشتون خبر ورکړ

کابل ( پژواک، ۲سلواغه ۹۲ ) :  د میدان وردګو والي د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیانو پر لویو لارو د ورانکارو  کړیو له شتون څخه خبر ورکړ.

 ددغه ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼي د سلواغې په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې والي عبدالمجید خوګیاڼی دغه څرګندونې  دامنیتي مسوولینو په یوه غونډه کې وکړې.

والي  زیاته کړه ، سره له دې،چې د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیانو پر لویو لارو دتخریب کوونکو کړیو بنیاد یې له منځه وړی،خو په وینا یې اوس هم د دغه کړیو ځیني نښې او علامې په دغو لویو لارو شتون لري.

هغه امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه،چې د دغه کړیو د لمنځه وړلو په موخه دې هم د پخوا په څېر کار وکړي،ترڅو په بشپړ ډول لویې لارې د دغه ورانکاره ډلګیو څخه پاکې کړي.
 ده همدا راز د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه امنیتي ځواکونو ته د بشپړ امنیت په تامین کولو کې د لا زیاتې پاملرنې لارښوونه وکړه.
د والي ویاند وایي چې د تېرو پنځلس ورځو په ترڅ کې په میدان وردګو ولایت کې د کورنیو ځواکونو له لورې د امنیت د خوندېتوب او ټاکنو ته د زمینې برابرولو په موخه دوه ویشت بېلابېل او له لاسته راوړنو ډک عملیات
ترسره شوي دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.