Language

 کابل ( پژواک،٢ سلواغه ٩٢):د هرات د انجيل او کرخ په ولسواليو کې د ملي پيوستون او سيمه ييزې پراختيا د پروګرام له اړوند ٣٠ پراختيايي پرژوې پرانيستل شوې.

 دغه پروژې نن د سلواغې په ٢مه د کليو د بيارغونې او پراختيا د وزير او هرات والي سيد فضل الله وحيدي له لوري پرانيستل شوې.

  په دې پروژو کې يو ٨٢ متره پول، پنځه د برېښنا او کانال پرژوې په کرخ او يو ٢٠ متره پول د کرخ ولسوالۍ  د کارته په کلي پرانيستل شول،دغه راز د سړکونو،استنادي ديوالونو، پلچکونو، اوبو رسولو او په فرهنګي برخه کې څو نورې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

  د هرات د کليو او پراختيا رييس اقا محمد صديقي وايي، چې په دې پروژو ٩٢،٥٠٠،٠٠٠ افغانۍ لګيدلې دي.

  دغه راز په کرخ او نجيل ولسواليو کې د څلورو کليوالي شوراګانو بانکي چکونه د برمک او هرات والي له لوري د شورا استازو ته ورکړل شول.

 

Related Topics