مزارشريف (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د کرنې او مالدارۍ رياست د خصوصي سکتور په مرسته د دوه ميليونه مېوه لرونکو او نا مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو لړۍ پيل کړه.
دغه لړۍ له نن (د سلواغې ۲مه) څخه د مزارشريف ښار او دهدادي ولسوالۍ تر منځ د سړک په دواړو خواوو کې د دوه زره نيالګيو په اېښودو پيل شوه.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، پلان لري، چې د ځنګلونو د بيارغونې او د چاپېريال د پاک ساتنې په موخه به سږ کال د خصوصي سکتور په مرسته دوه ميليونه مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نيالګي کېنوي.
نوموړي زياته کړه، چې د نيالګيو اېښودو په روانه لړۍ کې د باغونو جوړول، په پارکونو، د ولسواليو په ښارونو او د لويو لارو په دواړو څنډو کې د نيالګيو اېښودنه شامله ده.
د هغه په وينا، دوی به د مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودنې له مخې د بلخ ولايت باغونو ته لا پراختيا ورکوي.
شمس وويل، چې په مېوه لرونکو نيالګيو کې انار، مڼه، الو، بادام، شفتالو او زردالو او په بې مېوې نيالګيو کې چنار، وله، ناجو او داسې نور نيالګي شامل دي.
نوموړي زياته کړه، چې نن يې د مزارشريف او دهدادي ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د نيالګيو د اېښودنې لړۍ پيل کړه.
د هغه په وينا، دوی خوښ دي، چې سږ کال يې پرته له دې چې کومه بهرنۍ موسسه ورسره مرسته وکړي، د خصوصي سکتور په مرسته يې د کرنې او مالدارۍ رياست له بوديجې څخه د نيالګيو د اېښودنې لړۍ پيل کړې ده.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد مختار پژواک ته وويل، چې د نيالګيو د اېښودنې له روانې لړۍ څخه به د دغه ولايت هر اوسېدونکی خوښ وي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد د يادو نيالګيو د ساتنې او پالنې لپاره هم لازم ګامونه واخلي.
د هغه په وينا، د دغو نيالګيو د ساتنې په موخه بايد عامه پوهاوى رامنځ ته شي، چې خلک نه يوازې زيان ورته ونه رسوي، بلکې ساتنه او پالنه يې وکړي.
خو د بلخ ولايت د چاپېريال ساتنې رييس انجنير غلام نبي خرمي پژواک ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د بلخ اوسېدونکي اوس پوه شوي، چې دغه نيالګي دولت د ځان لپاره نه بلکې د ولس لپاره ږدي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به خلکو دې چارې د دولتي چارې په سترګه کتل او سمه ساتنه به يې نه کېده.
د هغه په وينا، اوس خلک د همدغو نيالګيو په اېښودونه، پالنه او ساتنه کې له دولت سره مرسته کوي.