اسعداباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د کونړ والي وايي ، چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو لس کسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو لسو کسانو د ناړۍ ولسوالۍ په ساو سيمه کې د دولت په خلاف فعاليتونه کول، چې نن د ملي امنيت او سولې شورا په ګډو هڅو له حکومت سره يوځاى شول.
ده زياته کړه، يادې ډلې اته ميله وسله او دوه مخابرې هم له ځان سره راوړې دي.
د هغه په وينا، هڅه به وکړي، چې دوى ته يو مناسب کار پيدا کړي.
والي وايي، په کونړ کې تردې دمه د سولې له روان بهير سره ٢٦٣ تنه له خپلو وسلو سره يوځاى شوي دي.
د يادې لس کسيزې ډلې مشر محمد ولي پژواک اژانس ته وويل: “اوس چې امريکايان له ناړۍ څخه ووتل، نو تصميم مو ونيوه، چې له دولت سره يوځاى شو؛ له دې وروسته به د خپل هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شو.”
د ده په خبره، هڅه به وکړي نور وسله وال هم د سولې بهير سره يوځاى کړي.