مزارشريف (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت د مدني ټولنو غړي وايي، چې د ټاکنو په ورځ د ښارونو ترڅنګ په کليو کې هم بايد د ټاکنو په مرکزونو کې د څارونکو د شتون اسانتياوې برابرې شي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۳مه د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) له خوا د ((ځوانان او ټاکنې)) د لړۍ په برخه کې په ټاکنو کې د ناظرينو د ارزښت په اړه مناظره ترسره شوه.
د ټاکنې او ځوانانو د پروګرام تنظيموونکې او د بلخ پوهنتون استادې ماريا رهين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده مناظره کې د مدني ټولنو غړو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او د دغه ولايت يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.
نوموړې زياته کړه، له يادې مناظرې يې موخه په بلخ ولايت کې د ټاکنو په ترڅ کې د ناظرينو پر ارزښت باندې بحث او خبرې اترې وې.
د مدنې ټولنې غړې مرضيې، چې په ياده مناظره کې يې برخه اخيستې وه وويل چې په ټاکنو کې د څارونکو رول مهم دی، خو لا هم د ټاکنو د روڼتيا په اړه پوره باور نه لري.
نوموړې زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې هم ناظرين وو، خو بيا هم په ډېره کچه درغلي وشوه.
د هغه په وينا، که چېرې څارونکي ښه وټاکل شي او په پوره توګه ورته معلومات ورکړل شي؛ نو لرې نه ده چې د کړنو په مرسته يې رڼې ټاکنې ولرو.
مرضيې وويل، د ناظرينو د شتون تر څنګ په کار ده چې د ټاکنو په اوږدو کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې هم جدي هڅې وشي، څو د څارونکو لپاره د ښه کار زمينه برابره شي.
د يادې مناظرې ګډونوال او د مدني ټولنې غړي محمد تقي کوشا وويل، چې په ټاکنو د ناظرينو رول خورا مهم دی او د ټاکنو کمېسيون بايد دې اړخ ته پوره پاملرنه وکړي.
نوموړي زياته کړه، دوی هيله کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د څارونکو رول بايد د تېرو ټاکنو په څېر نه وي.
د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې د ناظرينو رول يواځې د ولايتونو تر ښارونو پورې محدود و، خو په لرې پرتو کليو کې د څارونکو شتون له نشت سره برابر و.
کوشا وويل، په بلخ ولايت کې به د ټاکنو تر زرو ډېر محلونه وي، چې د ولايتي شورا يو عادي وکيل نه شي کولی دغو ټولو محلونو ته ناظرين وګوماري، نو د ټاکنو کمېسيون بايد دې ډول ستونزو ته د حل جدي لاره پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، د همداسې ستونزو له امله په کليو کې د ناظرينو د نه شتون په صورت کې د ټاکنو په ورځ د درغليو شونتيا زياتېږي.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.