Language

په کابل کې اورلګېدنې ميليونونه افغانۍ زيان اړولى

 کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د کابل ښار د دويمې ناحيې اړوند د قواي مرکز په سيمه کې اور لګېدنې له ١٤ ميليونه افغانيو ډېر زيان اړولى دى.

د سيمې چوکيدار عبدالصبور وايي، چې اور لګېدنه تېره شپه په نهه بجې او لسو دقيقو د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې مې ولېد، چې له دکان څخه دود پورته کېږي، سمدلاسه مې اطفايې ته زنګ وواهه او هغه له څو دقيقو وروسته سيمې ته راورسېده.))

 نوموړى وايي، چې د اورلګېدنې له امله يوه هټۍ او يو ګودام له ټولو مالونو سره بشپړ سوځېدلي او يو ځينو نورو هټيو ته کم زيان اوښتى دى.

د هټۍ او ګودام مالک عبدالواحد هم وايي، چې اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله وه، چې د سهار تر څلورو بجو پورې يې دوام وکړ.

د ده په ادعا، په دې پېښه کې د موټرو د پرزو او روغنياتو د سوځېدو له امله د ٢٥٠زره امريکايي ډالرو (١٤ ميليونه افغانۍ) په ارزښت مالي زيان اوښتى دي.

عبدالواحد وايي، چې د خپلې هټۍ او ګودام زياتره توکي له لويو سوداګرو په پور اخيستي او له دولت او نورو مرسته کوونکو خصوصي سکتورونو غواړي، چې ورسره مرسته وکړي.

 هغه ادعا وکړه، چې د اور وژنې د کار کوونکو د ناوخته رسېدو له امله د هټۍ او ګودام ټول مالونه له خاورو سره خاورې شول، خو د کابل ښار د اور وژنې مدير سمونوال محمد کاظم وايي، چې دوى ډېر ژر سيمې ته ورسېدل او اور يې له يو ساعت وروسته تر کنټرول لاندې راوست.

 نوموړي پژواک ته وويل، چې په دغه مارکېټ کې د موټرو پرزې، ټايرونه، بطرۍ او روغنيات پلورل کېدل، چې ژر سوځېږي، له همدې امله مړ کول يې لږ څه وخت ونيو.

د کابل ښار د اور وژنې مدير هم د پېښې لامل د برېښنا شارتي وبلله او زياته يې کړه، چې ځاني تلفات نه لري، خو ډېر مالي زيان يې اړولى دى.

 عبدالغفور چې هټۍ يې د سوځېدو هټۍ ترڅنګ موقعيت لري وايي، چې ده ته هم لږ مالي زيان اوښتى، خو که د اور وژنې کارکوونکو ژر نه واى ور رسېدلي، ډېرې دوکانونه به سوځېدلي وو.

 هغه له ټولو هټيوالو غوښتنه وکړه، چې د خپلو هټيو د بندېدو مخکې به د برېښنا او ګاز جريان کنټرول او مړ کړي، تر څو دغسې پېښې رامنځته نه شي.

Related Topics