کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ د شخړو د هوارۍ د کمېسيون په هلو ځلو د کونړ ولايت د دوو لويو کورنيو تر منځ پخوانۍ دښمني پر دوستۍ بدله شوه.
دغه دښمني د کونړ د دانګام ولسوالۍ د دوو کورنيو حاجي ملک زرين او حاجي تورخان تر منځ وه.
حاجي ملک زرين څو کاله مخکې په يوه بريد کې له ١٤ کسانو سره وژل شوى دى او کورنۍ يې د دغه بريد شک د تورخان په کورنۍ کاوه.
د ولسمشرۍ د شخړو د هواري کمېسيون مشر اسدالله وفا د سلواغې په ٣مه په جلال اباد ښار کې د دغو کورنيو تر منځ تر جرګې وروسته وويل، چې په دغه کار کې له کابل څخه راغلي پلاوي، د ننګرهار او کونړ ولايتونو قومي مشرانو مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دوى له دواړو لورو سره وليدل او دې پرېکړې ته ورسېدل چې نور بايد دښمني ختمه او دوستي وکړي.
دى وايي: “د دې لپاره چې دا موضوع نوره اوږده نه شي، موږ د ننګرهار او کونړ ولايت قومي مشران او د راغلي پلاوي په همکارۍ دې پايلې ته ورسېدل، چې د ملک زرين او تورخان ترمنځ سوله وشوه او دښمني د تل لپاره پاى ته ورسېده. “
په دې جرګه کې خپله د ملک زرين او حاجي تورخان د کورنيو غړي هم شامل وو.
دواړو لورو د جرګې له ګډوالو مننه وکړه، چې د دوی زړه دښمني يې هواره کړه او ژمنه يې وکړه چې د جرګې پرېکړې ته به درناوی لري او په راتلونکي کې به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی ترمنځ ستونزې راولاړې کړي.
د ياد کمېسيون رييس وايي، چې د ملک زرين کورنۍ له يوې بلې کورنۍ سره هم دښمني لري او دوى هڅې پيل کړې چې دا دښمني هم په دوستۍ بدله کړي.
ببرک اميرزاده