کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): د اوبو او برېښنا پخوانى وزير او د ولسمشرۍ د کانديد استاد سياف لومړى مرستيال اسماعيل خان له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت.
دغه ځانمرګى بريد نن (د سلواغې ٤مه) د جمعې تر لمانځه وروسته د هرات د پنځمې ناحيې اړونده د باغيچه مهتر په نامه د هغه جومات مخې ته وشو، چې اسماعيل خان د لمانځه لپاره ورغلى و،.
عيني شاهدان وايي، چې ځانمرګى بريد کوونکى پلى و او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې ده.
د کورنيو چارو وزارت صديق صديقي په ټولنيزې شبکې فېسبوک کې ياده پېښه تاييد کړې، خو زياته کړې يې ده، چې په دې پېښه کې اسماعيل خان ته زيان نه دى رسېدلى.
د هرات د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي چې د بريد پر مهال له اسماعيل خان سره يو ځاى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد کوونکى سپين ږيرى و او عمر يې د ٦٥ او ٧٠ کلونو تر منځ و.
هغه زياته کړه: ((کله چې امر صاحب اسماعيل خان له جومات څخه راووت او په خپل موټر کې کښېناست، نو د موټر د دروازې له بندېدو سره سم بريد کوونکي د ده لوري ته ور منډه کړه، خو له رسېدو مخکې يې چاودنه ورکړه.
دى واىي، چې د بريد کوونکي او اسماعيل خان د موټر ترمنځ يو وړوکى تيټ دېوال و، چې دغه دېوال د نه مرګ ژوبلې لامل شو.
د قتالي په وينا، په دې پېښه کې هېچا ته زيان نه دى اوښتى يواځې بريد کوونکى وژل شوى دى.
هغه زياتوي، چې دوى له پخوا داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې په هرات کې دا ډول بريدونه کېږي.
تر پېښې وروسته په خپل کور کې اسماعيل خان له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې وويل، چې دى روغ رمټ دى او دغه بريد يې د مسلمانانو او افغانانو د دښمنانو کار وباله.
نوموړي په دې اړه نورې خبرې ونه کړې.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په هېواد کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه ډېر شوي چې له امله يې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي او عام وګړي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP