Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزی : هیوادوال په تیرو دریو لسیزو کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لخوا ځورول شوي

کابل ( پژواک، ۴ سلواغه ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي دملي امنیت د لوی ریاست له مشرانو سره په کتنه کې په ډاګه کړه، چې هیوادوالو باید ستاسو دادارې په شتون کې ځان خوندي او مصوون وګڼي.

له ارګ څخه د سلواغې په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د ملي امنیت د لوی ریاست د رهبرۍ له هیئت او د دغې ادارې د مرکزي او ولایتي ادارو له رئیسانو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر کرزي  وویل چې په هر هېواد کې د ملي امنیت منسوبان د هغه هېواد له وطن دوستو او سرښندونکو اتباعو څخه وي چې د هغوی اعزاز او عزت د هغوی په وطن دوستۍ او سرښندنه کې وي.

هغه زیاته کړه، چې تاسو هم د افغانستان له وطن دوستو او سرښندونکو اتباعو څخه یاست چې ټول هدف مو په افغانستان کې د آرامتیا او ثبات رامنځته کول او د خپلو خلکو نیکمرغي ده.

ولسمشر د ملي امنیت چارواکو ته وویل چې تاسو د افغانستان د خاوندانو په توګه دنده لری چې د خپلو خلکو د ځان، مال او ناموس ساتنه وکړیء او خپل خاوندتوب هره ورځ ثابت کړیء.

حامد کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان خلک باید د ملي امنیت د ادارو په شتون کې خپل ځانونه آرام او خپل کور کلی مصوون وګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د هېواد ناخوالو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په تېرو وروستیو درې لسیزوکې افغانان هم د بهرنیانو او هم د کورنیو ځواکونو لخوا ځورول شوي دي.

هغه زیاته کړه : (( دا زموږ دنده ده چې خپل هېواد او خلک له دې حالت څخه وژغورو او د خپلو خلکو بشري حقوقو ته په بشپړه توګه درناوی وکړو.))

ولسمشر کرزي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان په ګټه وبلل، ټینګار یې وکړ چې په دې کې د افغانستان خیر دی چې د هېواد ټول دولتي بنسټونه په انتخاباتوکې بې طرفه پاتې شي.

سرچینه کاږي، په دې کتنه کې د ملي امنیت لومړي مرستیال جنرال حسام الدین حسام د ملي امنیت د مرکزي او ولایتي ادارو د رئیسانو د درېیم سیمینار په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې دغه سیمینار د ملي امنیت د مرکزي او ولایتي ادارو او د هېواد  د امنیتي سکټور د نورو بنسټونو ترمنځ د لاښې همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر جوړ شوی و.

ده، زیاته کړه چې په دې سیمینارکې ټول تمرکز پر دې باندې و چې د موجودو تهدیداتو پر وړاندې د هېواد د امنیتي سکټور د ادارو ځواکمني په موثر ډول لا پیاوړې شي.

جنرال حسام الدین حسام په پای کې د ملي امنیت د منسوبانو په استازیتوب ډاډ څرګند کړ چې په  هېواد کې د امنیت د ټینګښت او په ځانګړې توګه د انتخاباتو د امنیت د تامین لپاره به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.