Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فريد احمد يرغليزه توپ اچونه د پاکستان د تاريخي ماتې لامل شوه

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د لوبغاړي فريد احمد د ښې لوبې له امله افغانستان پاکستان ته په يوه ورځنۍ لوبه کې تاريخي ماتې ورکړه.

دغه يوه ورځنۍ ٤٥ اووريزه لوبه نن (د سلواغې ٤مه) د پاکستان د لاهور ښار د قذافي په نړيوال لوبغالي کې ترسره شو، چې د پاکستان د ملي تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېده.

د افغانستان د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٤٥ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٦ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٢٦٧ منډو هدف کېښود.

د افغانستان د ١٩ کلنو له لوري حشمت الله شهيدي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠٠ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

دغه راز عثمان غني ٥٢، احسان الله ٣٤، يونس احمدزى ٢٨ او ناصر احمدزي ٣٣ منډې وکړې.

د پاکستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې د افغان لوبغاړي فريداحمد د بېسارې توپ اچونې مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبـډله يې په ١٨ اورونو کې يواځې په ٥٢ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢١٤ منډو په لوى توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري فريداحمد په اوو اورونو کې د ٢١ منډو په ورکولو سره د پاکستان اوه پياوړي لوبغاړي وسوځول او د هغوى ملا يې ماته کړه.

ضياء الرحمن دوه او او شرف الدين يو لوبغاړى وسوځول.

فريداحمد ملک د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

هغه تر لوبې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې ده لا مخکې د ښې لوبې پلان جوړ کړى و.

نوموړي زياته کړه، چې د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکو ورسره ښه خواري کړې وه او د هغوى له لارښوونې سره سم يې ښه لوبه وکړه او ښه لاسته راوړنه يې هم درلوده.

د ١٩ کلنو د لوبډلې لوبډلمشر ناصر جمال د فريداحمد ملک سربېره د حشمت الله شاهدي ستاينه وکړه، چې نن يې ښه لوبه وکړه او د لوبډلې په بريا کې يې ښه رول ترسره کړ.

د لوبو د چارو يوه کارپوه ضراب شاه ظهير وايي، چې فريد ملک نن په رښتيا سره ډېره حيرانوونکې لوبه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې فريد ته بايد پخوا چانسونه ورکړل شوي واى او هغه د دې وړتيا درلوده چې له پاکستان څخه مخکنۍ لوبې هم ګټلې واى.

د يادونې ده، تر دې مخکې دوه يو ورځنۍ لوبې پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

د ١٩ کلنو لوبډله د نړيوال جام د چمتووالي لپاره پاکستان ته د تمريناتو او دوستانه سياليو لپاره تللې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.