لښکرګاه( پژواک،٥ سلواغه ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ازاد خبريال نوراحمد نوري وژنه د افغانستان د ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې او په هلمند کې د مېشتو خبريالانو له لوري وغندل شوه.
د افغانستان د خبريالانو د خپلواکې ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، د خواشينۍ خبره دا ده ، چې تر اوسه حکومت د دا ډول وژنو په عدلي تعقيب کې په څرګنده توګه پاتې راغلی.
خبرپاڼه کاږي، د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه په دې باور ده، چې د حکومت همدغه ناکامي او له عدلي تعقيب څخه د ژورنالېستانو د قاتلانو معافيت په افغانستان کې د بيان ازادۍ او د ژورنالېستانو ژوند ته د خطرونو د ډېرېدو اصلي لامل دی.
د ازادو خبريالانو ټولنه وايي: (( موږ په ځانګړې توګه د دغې وروستۍ پېښې په اړه د جدي پلټنو او عدالت ته د ارواښاد نوري د قاتلانو د سپارلو غوښتنه لرو، تمه مو دا ده ، چې د ا ځل د پلټنو په اړه د چارواکو ژمنې عملي بڼه خپله کړي او د تېرو هغو په څېر يې له هوا نه ګز نه کړي.))
د هلمند د خبريالانو ټولنه هم د نوراحمد نوري وژنه غندي او له چارواکو غوښتنه کوي، چې د خبريالانو خونديتوب ته دې پاملرنه وکړي او د نوري وژونکو ته دې سزا ورکړي.
دغه راز نن د سلواغې په ٥مه د هلمند د خبريالانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د ازاد خبريال نور احمد نوري فاتحه هم واخيستل شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس علي شاه مظلوميار هم له چارواکو وغوښتل ، چې د نوري د وژنې موضوع دې په جدي توګه وڅېړي.
په هلمند ولايت کې د بست راډيو او نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال نور احمد نوري وړمه ورځ کار ته پر لاره وتښتول شو او وروسته يې مړی وموندل شو.