جلال اباد ( پژواک، ٥ سلواغه ٩٢ ) : د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ټول هېواد کې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو دلاملونو پيدا کولو په موخه څېړنې پيل کړې دي.
دغه څرګندونې له کابل څخه د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون راغلي پلاوي د سلواغې په ٥مه،د يوې غونډې پر مهال وکړې.
په دې پلاوي کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمشنران هر يو مولوي عبدالرحمن هوتک او هوا علم نورستانۍ شامل دي.
دوى د ننګرهار له مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال،د پوليسو او ترافيکو له استازو او مدني ټولنو سره د يوې غوڼډې په ترڅ کې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو د لاملونو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
مولوي هوتک وويل، چې د ١٣٩١ کال په وروستيو او د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ټول هېواد په کچه درې زره کسان په ترافيکي پېښو کې مړه شوي دي.
هغه زياته کړه،دوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي، چې په هېواد کې د مخ په زياتېدونکو ترافيکي پېښو لامل څه دى .
د بشري حقونو دغه پلاوی وايي، چې په دې وروستيو کې ترافيکي پېښې خورا ډېرې شوي، چې تر څېړنې وروسته به يې لاملونه په ډاګه شي.
د ياد پلاوي غړې او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمشنرې هوا عالم نورستانۍ وويل، دا ورته ډيره ځورونکې ده ، چې د تحملي جنګ ترڅنک يې بې ګناه هېوادوال په ترافيکي پېښوکې ژوند له لاسه ورکوي
د ترافيکو مسوولين ،چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، وايي، چې د موټر چلونې پر مهال د نشه يي توکو کارونه، د پراخو جادو نه شتون د موټرو د ټکر له لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د ننګرهار د ترافيکو د ټولي قوماندان حاجي الله نظر له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه ، چې ترافيک پوليسو ته دې په لوړه کچه زده کړه ورکړل شي ، چې ورسره د ترافيکي پېښو کچه راټيټه شي.
د کابل جلال اباد لويه لاره يو له هغو لارو څخه شميرل کيږې ، چې ډير مهال پکې ترافيکي پېښې رامنځ ته کيږي، چې په زياته کچه مرګ ژوبله له ځانه سره لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP