مزار شريف (پژواک، ٥ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې (رايه د سولې لپاره) تر نامه لاندې يو ورځنى سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار د مختګ ټولنې له خوا د سلواغې په ۶مه، په افغانستان کې د سولې د راتګ او د جنګ د مخنيوي په موخه (رايه د سولې لپاره) تر نامه لاندې تر سره شو، چې په کې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو پخوانيو واليانو، د بلخ سيمه ييزو دولتي چارواکو، د پارلمان غړو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو.
د مختګ ټولنې مشر او د ميدان وردګو پخواني والي حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی غواړي په دې ډول د هغو کسانو نظرونه او تجربې راټول کړي، چې د سولې لپاره هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، ټاکنې د سولې د راتلو لپاره مهمه وسيله ده او په دغه ورکشاپ کې د ټاکنو په اړه هم بحث تر سره شو.
د هغه په وينا، که په هېواد کې ټاکنې رڼې او په ازاد ډول ترسره شي، نو دا په خپله د سولې د راتلو ضمانت کوي.
فدايي دا هم وويل، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور لسيزې د ټوپک په زور د قدرت د نيولو هڅې شوي، خو اوس د دې وخت راغلی، چې خلک د رايو په زور سياسي قدرت ته ورسېږي.
د سيمينار په ترڅ کې د بلخ ولايت مقام مرستيال او سرپرست والي ظاهر وحدت وويل، چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده او د هېواد سياسي کړۍ بايد د دغې ورکې په لټه کې شي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې خپل ماموريت په پوره غور او امانتدارۍ سره پر مخ بوځي او هغه ژمنې دې پوره کړي، چې له افغانانو سره يې کړې وې.
وحدت زياته کړه، د افغانستان له وضعيت سره نړيواله ټولنه تړلې او که په دغه هېواد کې هر ډول تاوتريخوالی رامنځته کېږي، نو نړيوالو ګټو ته يې زيان رسېږي.
هغه په سالم ډول او د ټاکنو له لارې د نظام د لېږد غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په راتلونکو ټاکونو کې هېڅ ډول غفلت د توجيه وړ نه دی.
د هلمند پخواني والي ګلاب منګل ، چې په ياد سيمينار کې يې برخه اخيستې وه، په ټاکنو کې د افغانانو پر پراخ ګډون ټينګار وکړ او ويې ويل، چې رڼې ټاکنې د يوه ولسواک نظام د منځته راتلو ضمانت کوي.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان تېرې دوولس کلنې لاسته راوړنې بايد له پامه ونه غورځول شي او ټينګار يې وکړ، چې مدني ټولنې دې د دولت او خلکو تر منځ د همغږۍ د پياوړي کولو لپاره هڅې وکړي.
دغه سيمينار د مختګ ټولنې له خوا، د امريکا متحدو ايالاتو په مالي ملاتړ جوړ شوی و.
د دغې ټولنې له خوا تر دې مخکې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې دا ډول غونډې ترسره شوې دي.