Language

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامدکرزى هيله څرګندوي، چې د راتلونکي کال ټاکنې به د امنيتي ارګانونو د راپور له مخې، په ټول هېواد کې تر سره شي.

 ولسمشر کرزي، چې نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې بايد د کوم کانديد په ګټه کار ونه کړي.

 ولسمشر کرزي، د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د ټاکنو د امنيت خونديتوب د هېواد لپاره ستر وياړ وباله او يو ځل بيا يې پر خپل وخت د ټاکنو د تر سره کېدو ډاډ ورکړ.

نوموړي زياته کړه، امنيتي ارګانونو ويلي، چې له ٩٠ سلنې څخه د رايې ورکولو په زياتو مرکزونو کې به ټاکنې تر سره شي.

 ولسمشر کرزي زياته کړه: ” موږ پر دوى (امنيتي ارګانونو) باور لرو، هيله مند يو چې په ټول هېواد کې داسې ټاکنې تر سره شي، لکه څرنګه چې دوى راپور راکړى او د افغانستان خلک پکې برخه واخلي او د هېواد هر وګړى د خپلې خوښې وړ کانديد ته په پوره ازادۍ رايه ورکړي.”

 کرزي دغه راز يادونه وکړه، چې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې په دې پروسه کې د بهرنيانو له لاسوهنې مخنيوى وکړي.

خو نوموړي ټينګار وکړ، چې له بهرنيانو وړاندې افغانان بايد د هېواد په ټاکنو کې تر ټولو صادق و اوسي.

نوموړي زياته کړه: ” د حکومت ټولې ادارې او ټول واليان که هر ډول خوښه لري ، نو بايد شخصي وي، د ټاکنو په ورځ د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکولى شي، خو په ټاکنو کې بايد د کوم کانديد په ګټه کار ونه کړي.”

ولسمشر کرزي له دې وړاندې هم له ټولو دولتي چارواکو او مامورينو غوښتي و، چې د ټاکنو په پروسه کې بايد خپله بې پلوي وساتي او له خپل واک څخه په ګټه بايد د کوم ځانګړي کانديد په ګټه او يا زيان کار ونه کړي.

د تېرو ټاکنو په لړۍ کې پر له پسې لاسوهنو او تېروتنو په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره سختې ستونزې راولاړې کړې.

کرزي په نننۍ غونډه کې دغه راز له ټولو هغو کسانو، چې د ټاکنو کمېسيون له ټولو شرطونو سره برابر دي وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

کرزي زياته کړه: ټاکنې بايد د هېواد د ثبات، د حکومت،  ولسمشر او نوي حکومت لپاره حياتي وبولو، برخه پکې واخلو، څوک چې د شرايطو وړ دي، د دې خاورې هر وګړى بايد ولاړ شي او خپله رايه وکاروي. خپله رايه په پوره ډاډ وکاروي.”

ولسمشر کرزي، د ټاکنو امنيت د ټينګښت لپاره د افغان امنيتي ځواکونو له فعاليت څخه ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ټول افغانان له دوى څخه ملاتړ کوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.