غزني ښار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۲): چارواکي وايي، چې په غزني کې له ٤٢٣ ټاکنيزو مرکزونو څخه ١٤٨ يې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د همغږۍ د مرکز مشر ډګروال عصمت الله وايي، چې په دې اړه يې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د دې مرکزونو د خونديتوب لپاره بايد پوځي عمليات ترسره شي، ترڅو خلک وکړاى شي په ازاد ډول رايه ورکړي.
د ده په خبره، د ناوې په ولسوالۍ کې به ټول مرکزونه تړلي وي او هلته به هېڅ ټاکنې تر سره نه شي.
خو د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان جنرال حيدر نيکپى وايي، د ټاکنو د خونديتوب په موخه به د غزني په يو شمېر ولسواليو کې پراخ چاڼيز عمليات تر سره کړي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې د عملياتو پر مهال مرسته وکړي او شکمن ځايونه ورته وښيي، ترڅو خلک په ټاکنو کې ګډون وکړاى شي.
په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر مشر شاه جهان پژواک اژانس ته وويل، ټولو انتخاباتي مرکزونو ته به خپل توکي ولېږي، خو له امنيتي چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې له دوى سره د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.
تر دې مخکې د غزني والي موسى خان اکبرزاده ويلي و، په پنځو ولسواليو کې به ټاکنې له امنيتي ننګونو سره مخ وي او د ناوې په ولسوالۍ کې به هېڅ ټاکنې ونه شي.
ناوه هغه ولسوالۍ ده، چې له تېرو شپږو کلونو د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ده.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکڼې به د راتلونکي کال د وري مياشتې په ۱۶مه ترسره شي.