غزني ښار(پژواک ۵ سلواغه ۹۲) : چارواکي وايي، چې د غزني په جاغورو ولسوالۍ کې يوې ۱۳ کلنې نجلۍ وروسته له هغه ځان زندۍ کړ ، چې پلار يې مور ته طلاق ورکړ.
د جاغورو ولسوالۍ امنيه قوماندان احسان الله عالميار د سلواغې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغې نجلۍ تېره ورځ ځان په خپل څادر زندۍ کړى او مړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ددې نجلۍ د زندۍ کېدو لامل تر اوسه نه دى په ډاګه شوى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو د غزني د ولايتي شورا غړې حميده ګلستانۍ وايي ، چې نجلۍ وروسته له هغه ځان زندۍ کړ، چې مور يې د پلار له خوا طلاق شوه.
د نوموړې په وينا، نجلۍ دا کار تحمل نه شواى کړاى او ځان يې زندۍ کړ.
د يادونې ده ، چې دوه ورځې مخکې هم په دې ولايت کې يوه نجلۍ د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوې وه.
په دې وروستيو کې د غزني ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نجونو او ښځو د وژل کېدو پېښې زياتې شوې دي.