Language

لښکرګاه( پژواک،٥ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو واکسيناتور وژلى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په سنيالي سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ځواک په خبره، وژل شوى واکسيناتور سردار محمد نومېده او ١٦ کاله عمر يې درلود.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري هم وايي، چې سردار محمد په سيمه کې د ماشومانو تر واکسين وروسته کور ته پر لاره وژل شوى دى.

هغه زياتوي، چې د وژنې لامل نه دى معلوم او دا هم تراوسه نه ده جوته شوې، چې دغه واکسيناتور چا وژلى دى.

د دې واکسيناتور د وژنې مسووليت تر دې مهال چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics