اسعد اباد ( پژواک، ٥ سلواغه ٩٢ ) په کونړ ولايت کې د ٢١٨ نجونو په ګډون ٣٤٧٥ تنو د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته.
د کانکور کمېټې مشر پوهندوی محمد علي اريايي د سلواغې په ٥مه، په اسعد اباد کې د کانکور د پروسې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ١٤٥ تنه له دې ازموينې څخه غير حاضر وو، هغوى به وروسته په متفرقه ازموينه کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه ، چې په دې کانکور کې ددې ولايت له دوولسم ټولګو څخه فارغ شويو ٣٤٥٧ تنو برخه اخيستې وه، چې ٢١٨ تنه يې نجونې وې.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله په همدې مهال له ټولو ګډونوالو وغوښتل ، چې د ازموينې د اصولو بشپړ خيال وساتي.
نوموړي زياته کړه، هېڅ نا مسووله شخص نشي کولای، چې د ازموينې په صحنه کې وګرځي.
د ياد ونې ده ، د ا پنځم ځل دی چې په کونړ کې د کانکور ازموينه اخيستل کېږي .