Language

لښکرګاه (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې چې د بهرنيو ځواکونو کومې چورلکې  بېړنۍ ناسته کړې وه، اوس يې د ترميم چارې روانې دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې دغې چورلکې د نوازد ولسوالۍ په سادات کارېز سيمه کې ناسته کړې ده او ياده سيمه د دوى له کنټروله وتلې ده.

 چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل، بهرنيو ځواکونو ورته ويلي، چې سيمه يې کلابنده کړې او د چورلکې د رغونې کار روان دى.

تېره ورځ په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي  ، چې د افغانستان په سوېل کې يې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو ويلي و، چې په هلمند کې يې د بهرنيو ځواکونو چورلکه رانسکوره کړې ده.

Related Topics