Language

د بلخ د ځينو ولسواليو کروندګر د اوبو له نشتوالي شکايت کوي

مزارشريف (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت د چهاربولک، چمتال او بلخ ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې له تېرو شپږو مياشتو يې اوبي ځمکو ته هېڅ اوبه نه دي ورکړل شوې.

يادې ولسوالۍ د دغه ولايت د بلخاب سيند په اوږدو کې پرتې دي او له همدغه سيند څخه د دغو ولسواليو کرنيزې ځمکې خړوبېږي.

د يادو ولسواليو لسګونه قومي مشران د سلواغې په ۶مه د کرنيزو اوبو د ستونزې د حل په موخه د بلخ ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو.

د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي ميرعالم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو يې ځمکې ته اوبه نه دې ورغلي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخاب پر سيند د اوبو د وېش ۴۲ نهرونه دي، چې له تېرو دوو کلونو يې يواځې دوه پاخه شوي دي.

د هغه په وينا، که چېرې دولتي چارواکي يې د اوبو دا ستونزې حل نه کړي، نو هره ورځ به د ولايت مقام مخې ته راځي او خپل غږ به پورته کوي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل، چې د اوبو د نشتوالي له امله يې په وچو ځمکو کې تخمونه شيندلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې سيند ته د نږدې سيمو ټولې ځمکې ښې اوبه لري؛ خو د لرو کليو اوسېدونکي ځمکو ته څه، چې د څښلو اوبه نه لري.

د هغه په وينا، د والي له مرستيال سره يې وکتل او هغه ورته وويل، چې د والي تر راتګ پورې بايد دوی صبر وکړي، چې د هغه له راتګ سره سم به د يادې ستونزې د حل په موخه چارې پيل کړي.

د چمتال ولسوالۍ د توخي کلي اوسېدونکي محمد دين وويل، چې ۱۳مياشتې مخکې ورسره والي وعده کړې وه، چې د دوی نهرونه به پخېږي او اوبه به هم ورته پوره رسېږي.

خو نوموړي زياته کړه، چې له همدې مودې راهيسې يې نه نهرونه پاخه شوي او نه يې ځمکو اوبه ليدلې دي.

د هغه په وينا، دولتي چارواکي، ولايتي شورا او ولسوالان به عريضې نن او سبا ته پرېږدي.

خو د بلخ دولتي چارواکو وويل، چې په يادو ولسواليو کې د کرنيزو اوبو د کمښت بنسټيزه ستونزه په طبيعي توګه د اوبو د کمښت له امله رامنځ ته شوې ده.

د بلخ سرپرست والي او د ولايت مقام مرستيال محمد ظاهر وحدت پژواک اژانس ته وويل، د يادو ولسواليو له اوسېدونکو سره يې د کرنيزو اوبو د کمښت پر ستونزې تفصيلي خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو لس دولسو کلونو کې د بلخ ولايت مقام هڅه کړې، چې د يادو سيمو نهرونه، چې پخوا خام و، پاخه جوړ کړي او دغه چارې لا هم روانې دي.

وحدت وويل: ((په دغو ولسواليو کې د کرنيزو اوبو کمښت دوه لاملونه لري؛ لومړى خو سيندونه ته نږدې ځمکې ډېرې اوبه اخلي او له امله يې لرې ځمکو ته اوبه کمېږي، دويم دا چې په ټوله کې په بلخاب سيند کې د اوبو کچه کمه ده.))

نوموړي زياته کړه، چې د بلخاب په سيند کې ۲۸ متر مکعب اوبه روانې دي، په داسې حال کې، چې په دغه سيمه کې ۴۰۰متره مکعب کرنيزو اوبو ته اړتيا ده.

د هغه په وينا، بنسټيزه ستونزه په بلخاب سيند کې د اوبو کمښت دی، چې طبيعي ستونزه ده او حل يې د بلخ ولايت له اړوندو دولتي ادارو سره نشته.

سرپرست والي وحدت وويل، چې د بلخاب سيند اوبه چې هر ډول ووېشل شي؛ نو ځمکې به د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې سيمې هر اوسېدونکی حق لري، چې د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړي او د خپلو مشکلاتو حل له موږ څخه وغواړي.

د هغه په وينا، که چېرې کال باراني نه شي او د بلخاب سيند اوبه همداسې کمې وي؛ نو امکان لري، چې د کرنيزو اوبو کمښت په اړه ستونزې لا پسې زياتې شي.

د والي مرستيال وويل، چې دوی بيا هم خلکو ته وعده ورکړه، چې د والي عطا محمدنور تر راتګ پورې صبر وکړي، چې د سيمې د اوبه لګولو اړوند دولتي ادارې به ګډه غونډه جوړه کړي او د يادې ستونزې حل به ولټوي.

Related Topics