Language

په هلمند کې د ماین چاودنې ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه(پژواک، ۶ سلواغه ۹۲ ) : په هلمند ولایت کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د ماین په چاودنه کې ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

 د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د سلواغې په ۶مه،  پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن مازیګر مهال د نوي جوړې شوې ولسوالۍ نوامیش به مشترک سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې ۶ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي .

ځواک وایي چې به ژوبلو او وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د حاجي ظفر په نامه د سیمې یوه قومي مشر پژواک اژانس ته وویل چې په دې موټر کې ددایکندي د کجران ولسوالۍ اوسیدونکي سپاره وو او د اروزګان له لارې غوښتل یې کندهار ته ولاړ شي.

خو دی وایی چې ددریو کسانو له وژل کیدو او ۱۳ نورو ژوبلو په اړه معلومات نه لري.

ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دیادونې وړ ده چې به دې وروستیو کې په هیواد کې یو ځل بیا نا امنیو زور اخیستی دی. نن په کابل کې ځانمرګی برید ۵ تنه ووژل او ۲۲ نور يې ټپیان کړل. دغه راز د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هم دوو چاودنو ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.