کابل (پژواک٦ دلو٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي ، چې د ولايتي شوراګانو ٢٥ تنه کانديدان د عمر د کموالي له امله د کانديدانو له لېست څخه حذف شوي دي.
ددې کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دې کانديدانو د ولايتي شورا لپاره ټاکل شوى معيار ، چې د ٢٥ کلنۍ عمر دى، نه دى پوره کړى.
هغه وويل ، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وروسته له هغه دا کسان د کانديدانو له لېست څخه وويستل، چې د هغوى د اسنادو د ارزونو په ترڅ کې ورته د هغوى عمر څرګند شو.
د محسني په وينا، دا کانديدان له بېلابېلو ولايتونو څخه دي، چې لېست به يې نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واستول شي.
هغه زياته کړه ، چې ددوى له خوا د کانديدانو د اسنادو ارزونه جريان لري، چې ښايي په راتلونکي کې هم د کانديدانو په نهايي لېست کې تغييرات راشي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وړاندې ويلي، چې که ورته څرګنده شي د ځېنو کانديدانو تعليمي اسناد جعلي دي، نو د کانديدانو له لېست څخه به حذف شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د کانديدانو د ابتدايي لست تر اعلان وروسته، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ولايتي شوراګانو ٤٠ کانديدان له دې امله له لست څخه وويستل او په نهايي لست کې شامل نه کړل، چې په تعليمي اسنادو کې يې ستونزې درلودې.
د ولايتي شوراګانو لپاره په ټول افغانستان کې څه د پاسه ٢٧٠٠ تنو او د ولسمشرۍ لپاره ١١ تنو ځانونه نومولي دي.
ټاکل شوې ده، چې ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦ ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP