اسعداباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د ډيورنډ کرښې له اخوا غاړې د راتوغول شوې د توپ مرمۍ له امله درې ماشومان وژل شوي او پنځه نور تپيان دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د مرورې ولسوالۍ د ترخې اوبه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، مرمۍ د کلي په منځ کې لګېدلې، چې له امله يې يوه نجلۍ او دوه هلکان وژل شوي او پنځه نور چې دوه يې وروڼه وو، ټپيان دي، چې د ټولو عمرونه له ١٥ کلونو څخه کم دي.
هغه وايي، د امنيتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دا مرمۍ د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې څخه راتوغول شوې ده.
د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل، چې له دې پېښې دوى ته پنځه ټپيان وروړل شوي، چې ټول هلکان دي.
د ده په خبره، د يوه ټپي حالت نازک و، چې جلال اباد ښار ته ولېږدول شو.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په وار وار د ډيورنډ کرښې له اخوا غاړې نه د کونړ سرحدي ولسوالۍ تر توغندويي بريدونو لاندې راغلي، چې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.