کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): امريکايي ځواکونه وايي، چې د افغان حکومت د لارښوونې پر بنسټ د بګرام بنديانو د دوسيو څېړلو کمېټې د ٨٨ بنديانو له ډلې د ٣٧ هغو بنديانو د خوشې کولو امر صادر کړى، چې امريکا يې خطرناک ګڼي.
امريکا د دغو بنديانو خوشې کېدنه غندلې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې خوشې شوي کسان د سړک غاړې د ماينونو په اېښودلو کې ښکېل دي، چې له امله يې ګڼ شمېر نړيوال او افغان سرتېري وژل شوي او دوى يې په اړه قوي شواهد او اسناد هم لري.
سرچينې زياتوي، دغه قضايي تصميم په افغانستان کې د قانون پلي کولو په اړه د شا ته تګ يو ستر ګام دى.
ددوى په خبره، سره له دې چې دغه کسان د امريکا د متحده ايالاتو د مناقشې مورد دي، خو د بګرام بنديانو د دوسيې څېړلو کمېټې پرته له دې چې دوسيې يې د افغانستان څېړنيزو ارګانونو او يا قضايي سيستم ته راجع کړي، هغه يې خوشې کړي دي.
امريکا وايي، چې له ٨٨ بنديانو، هغه چې د دواړو اړخونو تر مناقشې لاندې دي، ٤٠ سلنه يې په مخامخ بريدونو او همدارنګه د ٥٧ افغان سرتېرو او ملکي وګړو، ٣٠ سلنه يې پر ايساف او امريکايي ځواکونو په مخامخ بريدونو کې، چې ٦٠ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې، ښکېل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکا له دغو ٨٨ کسانو د هر يوه په اړه هر اړخيز معلومات او شواهد وړاندې کړي، چې له مخې يې د دغو کسانو خوشې کېدل د افغانستان له قوانينو ښکاره سرغړونه ده او ايجابوي، چې دغه کسان دې د عدلي او قضايي ارګانونو تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي.
د امريکا متحده ايالات په دې باور دي، چې د بګرام بنديانو د دوسيو څېړنې کمېټه هغه کسان خوشې کوي، چې لاسونه يې د ټولنې د افرادو پر وينو سره دي.
امريکا وايي، چې د ٣٧ بنديانو له ډلې، چې ټاکل شوې ياده کمېټه يې د خوشې کولو امر صادر کړي، ١٧ کسان يې د سړک غاړې ماينونو په جوړولو کې لاس لري او درې نورو يې اعتراف کړى، چې په مخامخ بريدونو او د ١١ افغان سرتېرو په ټپي کېدنه کې لاس لري او څلورو نورو يې اعتراف کړى، چې پر نړيوالو ځواکونو په مخامخ بريدونو کې ښکېل دي، چې له امله يې ٤٢ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.