کندوز (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): د شمال ختيځ زون خبريالان وايي، چې د مخالفينو، نا قانونه وسله والو او دولتي چارواکو له ګواښونو سره سره مبارزه کوي او خلکو ته واقعيتونه رسوي.
د افغانستان د رسنيزو اړيکو او فرهنګ بنسټ رييس ذبيح الله مجيدي وايي، چې دوى هر وخت په هېواد کې د خبريالانو د وهلو ټکولو، ځورونې او سپکاوي شاهدان دي، خو د دغو اعمالو د مخنيوي لپاره د دولت له خوا هېڅ هم نه دي شوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، هر څومره که خبريالان په شمال ختيځ زون کې د مخالفينو، دولتي چارواکو او نا قانونه وسله والو له ګواښونو سره مخ دي، خو بيا هم په دې برخه کې مبارزه کوي او خلکو ته حقايق او واقعيتونه رسوي.
مجيدي زياته کړه، چې د کندوز والي غلام سخي بغلانى له خبريالانو سره همکاري نه کوي او کله چې خبريالان د والي د نظر اخيستلو لپاره ورځي، نو والي ورته د نن او سبا پلمې کوي او په پايله کې مرکه ورسره نه کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((ټاکنو ته کم وخت پاتې دى او که چېرې ځايي چارواکي له ازادو خبريالانو هر وخت ملاتړ او د خونديتوب هڅه ونه کړي، نو خبريالانو ته به ګنې ستونزې پيدا شي.))
خو د کندوز والي د دفتر رييس محمداسماعيل «مسوول» وويل، چې والي له خبريالانو سره مرسته کوي او تل يې ورڅخه ملاتړ کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د شمال ختيځ زون خبريالانو په کندوز کې د خبريالانو د دوسيو د نه څېړلو په اړه لاريون وکړ.
دوى د نوراحمدنوري وژنه وغندله، دولت يې د خبريالانو د دوسيو پر نه څېړنه تورن کړ او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.
د نيويارک ټايمز خبريال نوراحمد نوري، تېره اونۍ په هلمند ولايت کې د نا پېژانده وسله والو له خوا تر تښتولو وروسته ووژل شو.
د شمال ختيځ زون د خبريالانو د ټولنې مسوول رحمت الله حُرمت وويل: ((په هېواد کې د بيان او مطبوعاتو ازادي د زندۍ کېدو په حال کې ده، حکومت بايد د تېرو دوولسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورنه کړي.))
هغه زياته کړه، چې په وروستيو څو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې د شته ناخوالو تر څنګ حکومت ښې لاسته راوړنې هم درلودې، خو بايد هڅه وشي چې په هېواد کې مطبوعاتي بنسټونه خوندي وي.
له بلې خوا د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول رحمت الله همنوا وويل، چې سږ کال له دوى سره په شمال ختيځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) کې د چارواکو له خوا د خبريالانو د ګواښلو ١٥ پېښې، چې وهل ټکول، ټيلېفوني ګواښل، فزيکي تاوتريخوالى او پر وخت د معلوماتو نه ورکړه په کې شامله ده، د دې کمېټې سره ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه، چې له دې ډلې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي شپږ پېښې په کندوز او دوه په تخار ولايت کې ثبت شوې، خو تر اوسه د دې قضيو پلټنه نه ده شوې.
تر دې وړاندې د شمال ختيځ زون خبريالانو د ځينو ځايي چارواکو د ناسم چلند، د پېښو په اړه پر وخت د معلوماتو د نه ورکولو او د خبريالانو د سپکاوي په اړه هم شکايت کړى و او د دوى په چلند کې يې د بدلون غوښتنه کوله.